Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خيبرپښتونخوا یوشمېر سياسیون د انګوراډې لارې د پرانيستلوغوښتنه کوي

د خيبرپښتونخوا یوشمېر سياسیون د انګوراډې لارې د پرانيستلوغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/18

پاکستان چې تل له افغانستان سره په سوداګرۍ کې پر ټګۍ تورن دی، تازه یې د افغانستان د صادراتو پرمخ د انګور اډې لاره هم تړلې چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د خيبر پښتونخوا یو شمېر سياسیون د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې دې له سیاست جلا کړي او سوداګرو ته دې ستونزې نه ایجادوي.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند د وزيرستان مشر  اياز وزير وايي: « مخکې یې موږ ته دا بهانه کوله چې دا لاره ستاسو خپل قوم بنده کړې او عامو خلکو بنده کړې، موږ دغه لاره خلاصه کړه او ټرانسپورټ ته مو اجازه ورکړه، خو اوس حکومت بنده کړې او په مختلفو بهانو یې د بند ساتلو هڅه کوي. کله وايي چې د ګمرک کسان نه دي راغلي او کله هم نورې مسالې رامخته کړي.»        

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي چې تل په يوه او بله پلمه له فغانستان سره په سوداګرۍ کې د ستونزو رامنځته کولو هڅه کوي.

دوی د لارو تړل د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي او د بديلو لارو د پيدا کولو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی ظاهر بهاند وايي: « هېڅوک د پوښتنې نه شته، که دا لړۍ همداسې روانه وي، په پاکستان کې به لوی انساني ناورین رامنځته شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د سوداګرو پرمخ لارې تړي، بلکې  تر دې وړاندې یې هم د تورخم او سپین بولدک لارې د سوداګرۍ پرمخ تړلې دي او افغان سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist