Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بین الافغاني خبرو لپاره پر ټول منلي پلاوي کار روان دی

admin by admin
2020/02/03

زلمي خلیلزاد له حکومتي مشرانو او سیاسیونو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو لپاره ټول منلی پلاوی جوړ کړي.

د بین الافغاني خبرو د پيل او بریا لپاره همه شموله پلاوی له محوري غوښتنو بلل کیږي، چې زلمي خلیلزاد هم له ولسمشر، اجراییه رییس او نورو سیاسیونو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو لپاره ټول منلی پلاوی جوړ کړي.

ښايي، د زلمي خلیلزاد له لورې د پلاوي پر جوړیدو ټینګار د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیک لپاره ښکاره پيغام وي.

افغان حکومت له وړاندې ویلي، دوی د بین الافغاني خبرو لپاره پنځلس کسیز پلاوی جوړ کړی خو د اشخاصو نومونه نه افشاء کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، پلاوی باید ټول منلی وي.

عبدالله عبدالله داسې وویل (( زه یو ځل بیا اعلان کوم چې د مذاکراتو د پیل لپاره شرط نه لرو خو د خبرو په جریان کې به شرایط وړاندې کړو))

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د پلاوي جوړښت د دوی د ماموریت محوري دنده ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې داسې وویل (( د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې بهیر او خبرو اترو د حکومت د بشپړ چمتوالي لپاره جوړ شوی دی. دغه وزارت تر اوسه خپل ماموریت په بریالی توګه پر مخ وړی دی چې د ټول منلي پلاوي جوړېدو لپاره هلې ځلې ددغه وزارت له مهمو ماموریتونو څخه دی.))

ظاهرا حکومت چې کومو سیاسیونو ته د پلاوي په جوړښت کې د سهم ګوته نیسي، هغوی نه پوهیږي چې حکومت څه ډول پلاوی جوړوي او کومو کسانو ته په کې برخه ورکوي.

شهزاده مسعود داسې وویل (( که حکومت دا پلاوی جوړ کړی وي تر اوسه یې سیاسیونو سره نه دی شریک کړی چې ایا ملي دی، په ترتیب کې یې څوک شامل دي؟ دوی چې وايي موږ مشورې کړي تر اوسه موږ نه پوهیږو چې چا سره یې مشورې کړي دي.))

ین الافغاني خبرې سر له اوسه اوږدې او جنجالي ځکه ښکاري چې  سیاسیون او حکومت به له طالبانو سره په جوړیدونکې ناسته کې تر ډېره فرد محوره غوښتنې ولري او له بل لوري به د سولې ضد څیرې وخت ناوخت هڅه وکړي چې مذاکرات سبوتاژ کړي چې بېلګې یې وړاندې د طالبانو او امریکایانو د خبرو په مهال هم لیدل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist