Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د اسلامي امارت پر پالیسۍ نېوکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/15

په افغانستان کې د سياسي بدلون په لړ کې د اسلامي امارت واکمنېدل او په ځینو برخو کې محدویتونه لګول د دې لامل شوي، چې پر سرپرست حکومت د نړیوالو پرله پسې اعتراضونه او نېوکې زور واخلي.

تازه د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د سرپرست حکومت پالیسۍ نقد کړې او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې باید بشري حقوق خوندي او ساتنه يې وشي.

د دې سازمان په بیان کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې بايد د بشري حقونو پر وړاندې سر غړونې پاې ته ورسېږي او د افغانستان سرپرست حکومت بايد د خپلسرو نېونو او له محاکمې پرته د وژنو مخنيوي ترڅنګ د تعليم پر وړاندې شته خنډونو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه سازمان زیاته کړې:« نړۍ ننداره کوي، طالبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او ساتنه وکړي. په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو په ګډون د جسمي مجازاتو، غیر قضایي وژنو، خپلسرې نېونو، شکنجې، پر ښځو جنسي  تېري او له تعلیم انکار باید پای ته ورسېږي.»

له دې سره هم مهاله یو شمېر شنونکي د افغانستان په اړه د نړیوالو اندېښنې په نسبي توګه پر ځای ګڼي او زياتوي، چې د سرپرست حکومت لخوا لګول شوي محدویتونه د بشري حقونو د نقض په توګه تلقي کېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال سادات وايي:« بشري حقونه په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو حقونه چې دي، هغه تر پښو لاندې شوي دي. همدا شان نور انساني حقونه چې دي، لکه د بیان آزادي، مدني فعالیتونه او سیاسي هلې ځلې چې دي، یا خو بېخي نشته یا تر سخت اغېز لاندې دي. نو پر دې اساس له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره دا پوښتنې او شکایتونه شته دي، چې لا نه دي ځواب شوي.»

په ورته مهال سرپرست حکومت د بښنې نړیوال سازمان څرګندونو ته په غبرګون کې د یاد سازمان مالومات ناسم بولي او ردوي يې.

د چارواکو په خبره، سرپرست حکومت بشري حقونو ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي، چې دلته غیرقانوني کړنه ترسره شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« په افغانستان کې هېڅ داسې قضیه نه لرو، چې خپلسرې نېونې دې وي، یا دې خپلسرې جزاګانې چاته ورکړل شي، قضايي سیسټم حاکم دی او ټولې جنايي پېښې او مجرمین چې کوم دي، د محاکمو له پرېکړو وروسته هغوی بیا زندان یا هره جزا چې وي، هغه ویني. نو داسې یو څه موږ نه لرو، چې خپلسرې نېول یا شکنجه کول وي، په دې اړه دا اندېښنه بېځایه ده او موږ یې ردوو، یا دا ده چې سم مالومات دوی له افغانستانه نه لري، یا دا ده چې له ځېنو سرچېنو دوی مالومات اخلي، مالومات یې ناسم ورکړي.  نو د افغانستان اسلامي امارت دې ته ډېر جدي دی، چې هېڅوک هم خپلسرې نېونې ونه کړي او هېڅوک هم خپلسرې جزګانې چاته ورنه کړي او محاکم په دې باندې بشپړ صلاحیت لري.»  

ځېنې نور د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې نړیوال سازمانونه خپلې نېوکې د سیاسي موخو لپاره رسنیزې کوي.

دوی همداراز وایي، سرپرست حکومت باید په ټولنه کې د خلکو اساسي حقوق خوندي کړي، څو د خلکو او حکومت ترمنځ د باور فضا پياوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د سرپرست حکومت لخوا په څو فرمانونو کې پر ښځو په ځینو ټولنیزو برخو کې محدویتونه وضع شوي، چې دا کار په نړیواله کچه له نيوکو سره مخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist