Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

د بښنې نړیوال سازمان: د دوحې ناسته کې د ښځو نه حضور د ناستې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

د دوحې په درېيمه ناسته کې چې ټاکل شوې، ۸ ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په ابتکار د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره شي، ورته د ښځو، بشري حقونو او مدني فعالانو نه ور بللو مسالې غبرګونونه راپارولي.

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، دغه کار کولی شي د دوحې درېیمې ناستې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د دغه سازمان مشرې اګنېس کالامارد ویلي، د ښځو او نجونو حقونه په هېڅ صورت د مذاکرې وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید په دې تړاو روښانه او متحد دریځ غوره کړي او افغان ښځې باید د دې ناستې په مرکزیت کې وي.

کالامارد زیاتوي: « نړیواله ټولنه باید روښانه او متحد دریځ غوره کړي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د مذاکرې وړ نه دي. دوی باید په دوحه کې د وربلل شوې ناستې په مرکزیت کې وي، چې په دې صورت کې ښايي پایله یې رغوونکې وي. که چېرې په دې ناسته کې د بشري حقونو بحران ته په کافي ډول رسېدنه ونه شي او ښځې، د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنې استازي په کې ګډون ونه کړي؛ دغه ناسته به خپل اعتبار له لاسه ورکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا، د افغانستان د وضعیت په تړاو د دې سازمان امنیت شورا ته تر توضیحاتو وروسته، په خبري کنفرانس کې تائید کړې چې د دوحې راتلونکې ناسته به د ښځو او مدني فعالانو له حضور پرته ترسره شي؛ خو زیاته کړې يې ده چې له دوی سره به له ناستې یوه ورځ مخکې او وروسته خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې ناستې کې د ښځو او مدني ټولنې استازو ګډون مهم ګڼي؛ خو په دې باور دي چې باید د داسې وړ کسانو له لوري ترسره شي، چې وکولی شي په سم ډول د افغان ملت او ښځو استازیتوب وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د دوحې په غونډه کې د ښځو د حقونو مدافعینو او د مدني فعالانو د استازو ګډون اړین دی، ځکه غونډه باید یوه اړخیزه نه وي او دوی هم باید له خپله دریځه دفاع وکړي؛ خو اصلي استازي چې افغان وګړو او افغان ملت ټاکلي او یا تائید کړې وي.»

ځېنې نور بیا پر دې باور دي، چې دا مهال له نړۍ سره د سرپرست حکومت لانجمنو مهمو سیاسي مسائلو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، د ښځو د کار او زدکړې او ورته نور موضوعات په کور دننه هم حل کېدای شي.

 د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دمګړۍ زموږ ستونزه له نړیوالو سره د تعامل، بندیزونو او کشالو ده چې دا باید هوارې شي، هغه کومې ستونزې چې پاتې کېږي، لکه د مدني فعالانو، سیاسي ګوندونو د فعالیتونو او د نجونو د زده کړو موضوعات دي، چې دا د دوحې له غونډې وروسته که یې مثبتې پایلې ولرلې او که منفي، په کور دننه دې اسلامي امارت دا مېړانه وکړي او په دې مسایلو دې یوه غونډه جوړه کړي او د خلکو ستونزو، پوښتنو او غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي و، چې د افغان ښځو حقونو مساله دې د دوحې په راروانه درېیمه ناسته کې چې د جون میاشتې پر ۳۰ مه پیل کېږي، د ټولو موضوعاتو په سر کې راولي

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist