Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بهرنیو چارو سرپرست له توماس وېسټ او رینا امیري سره  ټلیفوني خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/23

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱ »  د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري  او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ ټلیفوني خبرې کړي دي. 

په دغو خبرو کې رینا امیري د ښځو د زده کړو او بشري حقونو په برخه کې خپله اندیښنه له افغان لوري سره شریکه کړې او په دغه برخه کې یې د اقداماتو غوښتنه کړې. 

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل  وايي:«  رینا امیري د ښځو د تعلیم،کار او د ښځو د بشری حقونو په اړه خپل نظر او اندیښنه شریکه کړه او ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د توجه غوښتنه وکړه. متقي ورته وویل، د ښوونې روغتیا او پاسپورټ په برخه کې ښځې په خدمت بوختې دي،د حجاب په اړه فرمان صادر شوی،چې افغان میرمنې ورسره ستونزې نه لري،د مخدره توکو د بندش لپاره هم فرمان صادر شوی او عملی شوی هم دی. په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه،چې تعامل ته به ادامه ورکوي او د ستونزو په حل کې به له زغمه کار اخېستل کېږي.» 

توماس ویسټ بیا افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی،چې د افغانستان د بانکي سکتور او د پولي نظام په برخه کې یې بحثونه کړي او پرمختګ رامنځ ته شوی دی. 

ویسټ همدا راز  سیاسي او بشري موضوعاتو په تړاو هم له افغان لوري سره د امریکا متحده ایالتو دریځ شریک کړی دی. 

افغان لوري بیا ډاډ ورکړی دی،چې په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لري او ټینګار یې کړی،چې تماسونه به دوام لري او دواړه هېوادونه دې د ستونزو په حل کې له زغم او حوصلې کار واخلي. 

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي:« توماس ویسټ د افغانستان له مالي سکتور په ځانګړي ډول بانکې او پولي نظام سره  د خپل هېواد خبرو د پرمختګونو او همدارنګه یو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو په هکله معلومات او نظریات شریک کړل.د بهرنیو چارو وزیر بیا دا یو ښه پرمختګ وباله،چې له امریکا سره یې د افغان مالي سکتور په برخه کې پرمختګونه شوي دي او زیاته کړه،چې په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لرو امنیت تامین دی،داعش ځپل شوی دی او هېڅ چاته اجازه نه ده ورکړل شوې،چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي،په اوسنیو شرایطو کې افغانستان  اړتیا لري،چې د  امریکا له متحده ایالتو او نورې نړۍ سره سیاسي اړیکې ولري او اسلامي امارت باید د دغو اړیکو په ټینګښت کې په هماغه اندازه جدي واوسي،چې شل کاله یې یې پر وړاندې جګړه کوله.

دوی وايي، اسلامي امارت دې نور پر کور دننه داسې کړنې بندي کړي،چې په عملي کیدو سره یې  افغانستان له نړیوال مشروعیت نور هم لري کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« موږ له امریکا سره د دښمنۍ فصل په بریا سره پایته رسولی او اوس د دوستۍ په کار کې باید همدومره جدي اووسو،چې امریکا جمعه نوره نړیواله ټولنه باید له ځانه سره ملګرې کړو، چې نننۍ ستونزې حل کړو. له متقي سره یې وروستۍ خبرې په حقیقت کې اسلامي امارت ته د هغه څه یادونه ده ،چې  موږ افغانانو ورته کړې. موږ افغانانو په وار په وار د اسلامي امارت مشرتابه ته ویلي، چې تاسو د یو اقلیت پریکړه د نظام د ننګونې په خاطر باندې دروغجنو ادرسونو ته په لاس د تورې ورکولو پخاطر او د نړیوال مشروعیت له لاسه ورکولو لپاره مه کاروئ.» 

له دې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني رسنیو ته ویلي وو،هغه مهال یې د امریکا له متحده ایالتو سره دښمني پایته ورسیده،چې ځواکونه یې له افغانستانه ووتل او اوس ورسره سیاسي اړیکو ته لېواله دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist