Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ والي: د جنایت کارانو او انسان تښتوونکو مخه به نیسو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/05

 په شمال کې د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه  د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې لس کلنه نجلۍ د هغې کورنۍ ته وسپارله او زياته يې کړه،چې د جنایت کارانو او انسان تښتوونکو مخه به نیسي.  

ابوحمزه  زیاته کړه:« د اسلامي نظام د تحقق او د خلکو د خونديتوب په خاطرزموږ د مجاهدينو مبارزه دوام لري، امنيتي ارګانونه شپه او ورځ هڅه کوي،چې د خلکو امنيت تامين شي، تښتوونکو ته زموږ پيغام دا دی،چې دوی به په هېڅ ځای کې خوندي نه وي، که نن نه وي،نو سبا به نيول کېږي.»

لس کلنه صدرا درې ورځې وړاندې له مزار شریف ښاره تښتول شوې وه او تښتوونکو يې له کورنۍ د ۵۰۰ زرو امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه. 

د تښتوونکو له منګولو د ژغورل شوې نجلۍ پلار ډاکټر داود راتب وايي، تښتوونکو له ده څخه د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه. 

راتب اوس هېله من دی،چې له نيول شويو انسان تښتوونکو سره دې د شرعي قوانينو په رڼا کې چلن وشي. 

راتب زیاتوي:« زه دا شاهدي ورکوم،چې زموږ دغه وروڼه (امنيتي ځواکونه) د خلکو د خوندي ساتلو لپاره ټينګه اراده او عزم لري. دوی له جنایتکارانو سره سازش نه کوي او د خدای پر وړاندې خپل مسووليت په ښه ډول ادا کوي.»

د بلخ امنيه قوماندانۍ امنیت آمر عبدالحی عابد وايي، د يادې ماشومې د ژغورنې عملياتو پر مهال يو انسان تښتوونکی وژل شوی او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي. 

عابد زیاته کړه:« د بلخ ولايت وېښ او زړور مجاهدين او امنيتي پرسونل شپه او ورځ هڅه کوي، چې جنايتکاران تعقیب او ويې نيسي، په دې ولايت کې د مجرمينو د نابودۍ لپاره قاطع عزم او اراده موجوده ده.»

د ژغورل شوې نجلۍ پلار ډاکټر داود راتب وايي:« دا ظالمان په دې فکر کې دي،چې څنګه د خلکو جېب خالي کړي، له ما يې پنځه لکه ډالر غوښتل، اوس زه له حکومته غواړم،چې دوی ته د شرعي قوانينو مطابق جزا ورکړي.»

په ورته مهال د مزارشريف اوسېدونکي هم غوښتنه کوي،چې امنيتي ځواکونه دې په ښار کې د جنايي جرايمو او انسان تښتوونکو  پر وړاندې خپل عمليات نور هم ګړندي کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist