Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بست تاریخي کلا عامه کتابتون پرانیستل شو

د بست تاریخي کلا عامه کتابتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/03

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، په بست تاریخي کلا کې یې د ابن حبان البستي په نوم عامه کتابتون جوړ کړی.

دوی زیاتوي، په دې کتابتون کې ۳ زره ټوکه بېلابېل کتابونه شته چې  د یادې کلا د تاریخ او اهمیت په اړه لیکل شوي کتابونه هم په کې شامل دي.

د دوی په خبره، ډېری سیلانیان به د دغې کلا د لیدنې پرمهال د هغې تاریخي ارزښت په اړه نه پوهېدل، خو اوس به يي د دغو تاریخې کتابونو د مطالعې له لاري پوهاوی زیات شي.

بست کلا کتابتون مسوول تازه ګل همت وايي:« په دې کتابتون کې شاوخوا ۳ زره ټوکه کتابونه شته. دلته هره ورځ خلک راځي او د کتابونو مطالعه کوي.»

دلته راغلي سیلانیان هم د دې ګام ستاینه کوي او دغه کار د بست کلا په تاریخي ارزښت پېژندلو کې مهم ګڼي.

دوی غوښتنه کوي چې د کتابتون لپاره دې اساسي ودانۍ جوړه او دغه راز دې د بست کلا بیارغولو ته جدي پاملرنه وشي.

بست کلا ته په سیل راغلی نعمت الله وايي: « موږ د دې کتابتون له جوړېدو ډېر خوښ یو. په دې کتابتون کې داسې کتابونه هم شته چې د بست کلا د تاریخ په اړه مالومات لري. موږ غوښتنه کوو چې د بست کلا پاتې کارونه بشپړشي.»

یو بل سیلاني صدیق الله همت وايي: « په دې کې د بست کلا د تاریخ په اړه یو شمېر کتابونه شته. دا کتابتون اوس په یوه کانټینر کې جوړ شوی، موږ له حکومت غوښتنه کوو چې سمه ودانۍ ورته جوړه کړي.»

دهلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د بست کلا د رغولو لپاره سروې ترسره شوې او هیله لري چې راتلونکي مالي کال کې به یې د رغولو چاري پیل شي.

د هلمند  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر سلطان محمد حنیف وايي:« په بست تاریخي کلا کې مو د ابن حبان بستي په نوم کتابتون جوړ کړی. موږ دا منو چې ځای یې تنګ دی، خو هڅه کوو چې ساحه یې پراخه کړو او نور وسایل هم ور ولېږدوو. همدارنګه هغه اسانتیاوې برابرې کړو چې مطالعه کوونکي ورته اړتیا لري. د بست تاریخي کلا د بیارغولو او ترمیم سروې شوې او موږ هیله لرو په را روان مالي کال کې د اسلامي امارت په بودیجه د دې کلا ویجاړې شوې برخې بېرته ورغول شي.»

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو د مالوماتو پر بنسټ، روان کال یې په بست کلا کې د ابن حبان بستې کتابتون ترڅنګ په ګرېشک او سنګین ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه جوړ کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist