Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د ایران او ترکیې په پوله کې له افغان کډوالو سره تاوتریخولي غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/07

له تیرو څو ورځو راهیسې، په ټولنیزو رسنیو کې  یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کیږي، چې په کې له افغان پناه غوښتونکو سره زور زیاتی کیږي، وهل کیږي، د تیږو لاندې اچول شوي او ان اندامونه یې پرې کیږي.

په افغانانو ظلم کوونکي په ایرانۍ فارسي خبرې کوي،موږ په ایران کې یو شمیر کډوال وپوښتل، خو په باور یې دا د ایران او ترکیې ترمنځ پوله ده.

دلته په یو ویډیو کې افغان کډوال چې لاسونه او پښې یې په زنځیرونو تړل شوي وایي،که پیسې ورونه لیږل شي وبه وژل شي.

د سیاسي چارو شنونکي دا د ټولو انساني ارزښتونو خلاف بولي، له افغان حکومت او نړیوالو بشري ادارو په دې تړاو د کلک غبرګون او تعقیب غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی دوکتور محمد اجمل زرمتی وايي:« داسې کړنې، هم د نړیوالو اصولو، ملګرو ملتونو  او همدا راز د حقوقي بشر اعلامیې  پر خلاف عمل دی. دا مسله باید وڅارل شي، وڅېړل شي او باید په اړه یې کمېسیون رامنځته شي، ترڅو وکولای شي،چې پایلې له افغانانو سره شریکې کړې. نړیوال باید د دغې مسلې په اړه چوپتیا غوره نه کړي.» 

یو شمېر نور بیا وايي، د افغانستان له  اسلامي امارته یې غوښتنه داده،چې د بامسوولیته دولتونو په څیر د خپلو خلکو پوښتنه وکړي.

د ایران او ترکیې په پوله کې له افغان پناه غوښتونکو سره تاوتریخوالي پراخ غبرګونونه پارولي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي،په افغانستان کې د نړیوالو زبرځواکو او ګاونډیو هېوادونو د منفي لاسوهنې په پایله کې افغانان، هېواد پریښودو ته اړ شوي او په نور هېوادونو کې هم څوک ژوند ته نه پریږدي.

پښتین زیاته کړې:« په ترکیه او ایران کې له افغانانو سره غیرې انساني چلند، په تورخم او چمن کې ظلم  او د چارواکو له خوا نیولو خلاف پي ټي ایم یورپ، ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان ته لیک لیږلی او غوښتنه یې کړې،چې افغانانو سره دې غیرې انساني چلن بند شي او ملګري ملتونه دې خپل مسوولیت ادا کړي.» 

له  افغان پناه غوښتونکو سره د زور زیاتي په اړه مو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت بیا وايي:« ایران کې مو خپلو اتشو ته نن رسمي مکتبونه ولیږل او وضاحت مو وغوښت،چې د دغو ویډیوګانو کره والی مالوم شي، چې د څه وخت دي او د کوم ځای دي. له هغې وروسته به اقدام کوو، تر اوسه پورې په رسمي توګه موږ ته په دې اړه کوم خبر نه دی راکړل شوی.»

په ټولنیزو رسنیو د دغو ویډیو په تړاو فعالانو توند غبرګونونه ښودلي، افغان حکومت یې د موضوع په نه تعقیب او د ایران حکومت د دغو کسانو سره په لاس لرلو ملامت کړي، چې افغانان زوروي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist