Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امامیه علماوو شورا: نړۍ دې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

admin by admin
2021/08/29

په کابل کې د شیعه علماوو اړوند امامیه علماوو شورا د شبنې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د وږي ۶ مه»  ناسته  وکړه او ګډونوالو یې وویل، افغانان مسلمانان دي او د خوښې نظام یې اسلامي دی، نو نړۍ دې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او  اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې او راشه درشه دې پیل کړي.

د امامیه شورا مشر محمد حسین جعفري وايي:« بهرنیان او نړیواله ټولنه مکلف دي، چې دغه اسلامي نظام په رسمیت وپېژني. دوی وايي، په ډېموکراسۍ کې د خلکو اراده یو اصل دی، نو په افغانستان کې هم خلک اسلامي نظام غواړي.»

دوی له طالبانو دا هم غواړي چې د دوی حقوق او امنیت خوندي کړي، ټول شموله حکومت اعلان او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

جعفري وايي:« د سمت او ان د مذهب ټېکه دارانو لاس باید ونیول شي،یو وسیع البنیاد اسلامي نظام باید جوړ شي. زه د لوی خدای (ج) له درباره دا هېله لرم،چې له موږ سره به مرسته کوي.» 

دغه علماء د کابل په هوایي ډګر کې برید د بهرنیو هېوادونو کار بولي او له طالبانو غواړي،چې په اړه یې دقیقې څېړنې وکړي.

  جعفري وايي:« له طالبانو غواړو،هغه چاودنې،چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د بهرنیانو تر کنترول لاندې سیمه کې  وشوې، په اړه یې دقیقه څېړنه وکړي.»

شیعه علماء له افغانان ځوانانو غواړي،چې په خپل هېواد کې پاتې شي او نورو هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist