Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ افغانستان د سوېلي آسیا پر کچه کم امنه هېواد بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/13

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د سولې نړیوال شاخص تر سرلیک لاندې تازه راپور خپور کړی.

په راپور کې افغانستان د سویلي اسیا په کچه کم امنه هېواد بلل شوی او په نړیواله کچه یې بیا په دې شاخص کې له امنيتي پلوه د ۱۶۳ هېوادونو له ډلې له یمن، سوډان او سویلي سوډان څخه وروسته ۱۶۰م ځای خپل کړی.

راپور کې د ذکر شویو شمېرو له مخې، که څه هم افغانستان په نړۍ کې د کم امنه هېوادونو په ډله کې دی؛ خو له دې سره سره په وروستیو کلونو کې د مرګ ژوبلې په کچه کې د راغلي پام‌وړ مثبت بدلون له کبله د یاد انسټېټيوټ په څو شاخصونو کې پرمختګ کړی.

په راپور کې راغلي، چې د ناامنیو او جګړو له کبله په ۲۰۱۷ کال کې ۱۸ زره کسان وژل شوي، خو دغه شمېره تېرکال یوازې ۳۵۰ کسانو ته راټیټه شوی، چې له امله یې افغانستان اوس مهال د ترهګرۍ اغېزمنو هېوادونو له کتاره بهر شوی دی.

د راپور یوه برخه:«افغانستان په سويلي اسیا کې تر ټولو کم امنه هېواد دی او په داسې حال کې، چې افغانستان په نړۍ کې یو له کم امنه هېوادونو څخه دی؛ خو په وروستیو کلونو کې یې په څو شاخصونو کې پام‌وړ پرمختګونه راغلي. د کورنیو جګړو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر، چې په ۲۰۱۷ز کال کې شاوخوا ۱۸زره تنه و، دغه شمېر په ۲۰۲۳ز کال کې یوازې۳۵۰ کسانو ته راټیټ شوی دی. افغانستان نور له ترهګرۍ څخه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې نه دی.»

د راپور له مخې، افغانستان اوکراین او شمالي کوریا کې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله تر ټولو زیات اقتصادي بیه پرې کړې، چې له کبله يې په کلني ډول د هېواد ناخالص تولید ته ۵۳.۲ سلنه زیان رسېدلی چې څه باندې ۳۴ میلیارد ډالر کېږي.

د پوځي چارو شنونکي د مرګ ژوبلې د راکمېدو په برخه کې د دې انسټېټيوټ موندنې ستایي خو له امنیتي پلوه افغانستان د کم امنه هېوادونو په کتار کې راوستل له واقعیت لرې ګڼي.

د پوځي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« نن سبا او په ځانګړي ډول له ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا هم افغانان او هم ټوله نړۍ ګوري چې په افغانستان کې امن دی، جګړه نه شته ده، نه وژنې شته او نه هم ټکول شته دي. نو دغه انسټېټیوټ د اقتصا او سولې په کومې احصایې، په کومو څېړنو او د څه پر اساس دا خبره کوي؟ ایا دوی افغانستان ته راغلي؟ په کلیو او بانډو ګرځېدلي؟ له خلکو یې پوښتنه کړې؟  وضعیت یې له نږدې لېدلی؟ »

ځېنې بیا په راپور کې له امنیتي اړخه د افغانستان پر ځای نیوکه لري او زیاتوي، چې دغه ډول ارزونې د مشخصو هېوادونو له لوري ترسره کیږي، چې موخه یې د هېوادونو د وضعیت معکوس ښودل دي.

که څه هم سرپرست حکومت د دې انسټېټيوټ موندنو ته غبرګون نه ښودلی، خو له دې وړاندې یې ورته راپورونه رد او هېواد کې یې راغلی امنیتي وضعیت په تېرو ۲۰ کلونو کې بې ساری بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد انسټېټيوټ په پرله پسې او د ۱۳ م ځل لپاره ایسلنډ د نړۍ تر ټولو پرامنه هېواد ګڼي، چې ورپسې ایرلنډ، اتریش، نیوزېلنډ او سنګاپور په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم مقام خپل کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist