Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته ایران کې ترسره شوه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته ایران کې ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/09

ایران د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د غبرګولي پر ۱۹ مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې کوربه وه.

دغې ناستې ته له اسلامي امارت سربېره روسیې، چین، پاکستان او  د ایران په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو اسلامي امارت په کې ګډون نه دی کړی.

د اسلامي امارات  بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي وايي:« اسلامي امارت ته په تهران کې د سیمه ییزو اړیکو غونډې ته بلنه ورکړل شوې، خو  ګډون په کې نه کوي. اسلامي امارت تمه لري، چې د نوي میکانیزم د جوړولو پر ځای دې د افغانستان په اړه په جوړو شویو غونډو کې له منظم او جوړ شوي میکانیزم څخه کار واخېستل شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیی ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي ول، په یاده ناسته کې به د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د چمتووالي په هکله هېوادونه خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په هغو نړیوالو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو جوړیږي د افغان چارواکو ګډون اړین ګڼي.

دوی په دې باور دي چې  په دغو ناستو کې د سرپرست حکومت د استازو ګډون کولی شي، له نړۍ سره د رسمي اړیکو ټینګښت ته زمینه برابره کړي او د هېوادونو اندیښنې له نږدې ځواب کړی شي.

د سیاسي چارو شنونکی عیسی اسحاق‌زی وايي: « یوازینۍ سوله‌ييزه او له تاوریخوالي خالي لار خبرې‌اترې دي. دا ډېره اړینه ده چې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکي په هره ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله غونډه کې حضور ولري او د افغانستان ملي ارزښونو، نړیوالو قوانینو او د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې خپل دریځ څرګند کړي او د ازادۍ او عدالت په موخه د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي. »

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د استازو راتګ افغانستان ته هېڅ کومه ګټه ونه کړه. دوی د خپلو ګټو لپاره دا غونډې ترسر کوي، بله دا که موږ ځان مستقل هېواد ګڼو، نو باید نور دې غوندو ته ارزښت ورنه کړو او خپل ملي غرور وساتو. هغه غونډه چې د افغانستان پر ګټه نه وي د اسلامي امارت ګډون په هغې کې تېروتنه ده. زما وړاندیز دا دی چې دوی نور په دغسې غونډو کې چې د هېواد او ولس پر ګټه نه وي،برخه وانخلي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو په جوړیدونکو ناستو کې د سرپرست حکومت د استازو  نه ګډون د افغانستان پر زیان دی او زیاتوي چې دا کولی شي  له نړۍ سره شته اندیښنې لاپسې زیاتې  او تعامل ته د رسیدو پر وړاندې ننګوونې وزیږوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیزاحمد معارج وايي: « هره غونډه چې د نړۍ، سیمې او ګاونډ پر کچه جوړېږي او په ځانګړې توګه د افغانستان موضوع په کې مطرحه کېږي، دا پر افغانستان اغېز لري، که هغه د مسکو فارمټ غونډه ده، که د سیمې د تماس کمېسیون غونډه ده او که د دوحې راتلونکې غونډه او یا نورې غونډي دي، باید هرومرو د اسلامي امارت چارواکي په کې ګډون وکړي او هغه ګیلې چې دلته افغانستان کې یې کوي، ښه دا ده چې هلته یې مطرح کړي. له خپله دریځه دفاع وکړي، مقابل لوري ته قناعت ورکړي او خپل وړاندیز هم ولري چې همدا د افغانستان د ستونزو لپاره د حللاره ده. داسې اړیکې به جوړې شي او افغانستان به له انزوا راووځي او نړۍ به له افغانستان سره مرستې هم وکړي، پرته له دې تېښته او ځای خالي کول، ګډون نه کول، د دې انتظار کول چې بل څوک دا هر څه جوړ کړي او نړۍ موږ ته یو څه وکړي؛ نو دا د حل لاره نه ده او باید خپله هلې ځلې وشي. له طالب چارواکو مو هیله دا ده چې سل په سلو کې ګډون وکړي، پرته له دې به افغانستان د بدبختیو او ناورین خوا ته خدای مه کړه روان شي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمیدو راپدې خوا په سیمه او نړۍ کې  د افغانستان په تړاو لسګونه ناستې جوړې شوې، خو لایې کومه جوته پایله نه ده ورکړې.

 ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د جون پر ۳۰ نیټه  د قطر په پلازماینه دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمه ناسته جوړه کړي چې سرپرست حکومت ته هم په کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې خو اسلامي امارت ویلي چې د یادې ناستې په تړاو له څېړنې وروسته د ګډون او نه ګډون پرېکړه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist