Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان تخنیک ټيم د چين سيالیو کې څلورم مقام ترلاسه کړی

د افغانستان تخنیک ټيم د چين سيالیو کې څلورم مقام ترلاسه کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/10

د افغانستان تخنيکي ټيم په روباټیک او ټکنالوژۍ کې د لومړۍ ځل لپاره په نړيوالو سیالیو کې څلورم مقام خپل کړی. 

دغه سيالۍ په چين کې د يوه کمر بند او يوې لارې تر عنوان لاندې ترسره شوي او په لړ کې يې د افغانستان په ګډون له ۶۱ هېوادونو ۳۰۰ کسانو برخه اخېستې وه.

په دې سياليو کې افغانستان ټيم وکړای شول، چې د روباټیک او ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلو سیالو ټيمونو پر وړاندې ښې سیالۍ وکړي او څلورم مقام خپل کړي.

د افغانستان ټيم غړي، چې اوس کابل ته ستانه شوي وایي، د نورو هېوادونو تخنيکي ټيمونه په ډېرو برخو کې له اړینو امکاناتو برخمن ول؛ خو په خبره يې افغانستان د امکاناتو پر نشت سربېره وکړای شول څلورم مقام خپل کړي.

د سیالیو یو تن ګډونوال محمد فریدون وايي: « هغوی یوازې په یوه برخه کې تخصصي زده کړې درلودې، وايي یوازې په میخانیکي برخه پوهېږم یا د برېښنا په برخه پوهېږم، په نورو نه پوهېږم؛ زموږ په هېواد کې داسې نه ده. موږ د روباټيک په ټولو اصلي او اساسي پنځو برخو پوهېږو او دا زموږ د پیاوړتیا ټکی و او د دې لامل شو چې یو ښه مقام او لاسته راوړنه ولرو.»

دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې د ورته لاسته راوړنو د دوامداره کېدو لپاره دې ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د لوبو ګډونوال دغه راز زیاتوي، که چیرې يې سرپرست حکومت ملاتړ وکړي، کولی شي په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې لومړۍ مقام خپل کړي.

د سیالیو یو تن ګډونوال ذکریا عمري وايي: « کله چې موږ ځو بازار ته ګورو چې هغه ټکنالوژي چې یوه ورځ مخکې وه اکسپایر شوې ده او پر ځای یې نوې ټکنالوژي راغلې ده. یو څه وخت به نیسي خو موږ کولی شو ځانونه ابډیټ کړو، یوازې ورځنۍ ټکنالوژۍ چې نورو هېوادونو ته راوړل کېږي او ګټه ترې اخېستل کېږي که هغه موږ ته راکړل شي؛ نو ان شاءالله ډېر لوړ استعدادونه لرو او کولی شو چې په رتلونکو دورو کې لا ښه مقام ترلاسه کړو.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې چارواکي مني، چې د افغانستان د ټکنالوژۍ او روباټیک علمي برخه د امکاناتو له پلوه له ستونزو سره مخ ده، خو ډاډ ورکوي، چې سرپرست حکومت به یادې برخې ته جدي پام کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي: « لومړی دا چې په تېر نظام کې یوه وکیل یوازې دا چې په خپل نامه یې یو انسټیټیوټ جوړ کړی و چې اوس نشته او بد میراث یې پاتې دی، ځکه موږ چې هلته ځو ګورو چې نه لابراتوار شته نه تعمیر شته، نه تحقیقي کتابتون شته او د عملي زده کړو لپاره هېڅ زمینه برابره نه ده؛ نو ان شاءالله موږ ژمنه کوو چې دا زموږ موخه ده څو داسې کار وکړو چې ستونزې حل شي او دې ټيم ته یوازې د تحسین نامې په ورکړې اکتفا نه کوو، ان شاءالله دوی به ستایو او د رئیس الوزرا ملاقات ته به یې رسوو.»

د چین د يوه کمر بند او يوې لارې نړیوالو سیالیو درې ورځې دوام درلوده او په پايله کې يې چین لومړۍ، جاپان دويم، شمالۍ کوریا او افغانستان یو پر بل پسې درېيم او څلورم مقامونه ترلاسه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist