Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د اسلامي امارت مشرتابه د يو شمير مهمو بنسټونو اداري تشکیلات لغوه اعلان کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/18

د  افغانستان اسلامي امارت امیر المومنین شیخ هبت الله اخواندزاده له خوا د ځانګړې فرمان پر اساس رسما ځينې ادارې او دولتي بنسټونه لغوه اعلان شول.  

په دې بنسټونو کې  د بشر حقونو خپلواک کميسیون،د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کميسیون،د مشرانو جرګې  او ولسي جرګې دارالانشاء  او ملي امنيت شورا هغه بسنټونه او ادارې دي،چې لغوه اعلان شوي دي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د  بنسټونو د  لغوه کیدو دلیل د بوديجې کموالی او فعالیت یې غیر موثر بولي.

هغه زیاته کړه:« یو شمېر کمېسیونونه او ادارې،چې فعالیت یې بند وه، د دې لپاره چې د اسلامي امارت لخوا کومه بودیجه ده، هغه پر عیني واقعیتونو بناء ادارو ته،ورکول کېږي،چې کار کوي او فعالیت کوي،فعالیتونه یې موثر ول او پایله لرونکي وي. د دغو ادارو او کمېسیونونو کارونه د اوس لپاره بند ول  او بودیجه هم ورته نه وه.» 

تحليل کوونکې وايي،که د یادو بنسټونو شتون موثر نه وو،نو د لغوه کيدو پريکړه پر ځاې ده،خو غوښتنه دا ده،که حکومت د بودیجې کمښت سره مخ وي،په ځینو ادارو کې دې د کارکوونکو شمیر کم کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي:« په رښتیا هم هغه ادارې او بنسټونه چې اړتیا ورته نه وي، باید لغوه شي، ښه خبره ده، یا هم سره مدغم شي. ځینې چې پر ځای یې نور بنسټونه جوړېږي، دا هم ښه کار دی، خو دا چې پر ځای یې بل بنسټ نه جوړېږي، د اړتیا وړ وي، هغه لغوه کېږي،دا نو خامخا د ادارې فلج کول دي. دا معقول کار نه دی.» 

د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار دغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي،د بشر حقونو کميسیون یوازینی ادرس و،چې د افغان ښځو غږ یې اوریده او دغه پریکړه غیر عادلانه بولي.

بار زیاته کړې:« دا چې طالبان نه شي کولای،د دغسې یو بنسټ موجودیت ان د کاغذ پر مخ ومني، دا د دې ښکارندوي کوي،چې دوی نړیوالو بشري قوانینو او هغو کنوانسيونو ته چې په دې برخه کي لاسليک او دوی ته مسووليت راجع کوي،درناوي نه لري. پایله يې داده،چې له دې وروسته کوم افغانان چې د بشر حقونو له نقض سره مخ کیږي، داسې ځای او بنسټونه به ونه لري،چې مراجعه ورته وکړي.» 

دا  په داسې حال کې ده،چې اسلامي امارت د دې وړاندې د ښځو چارو وزرات تشکيلات هم لغوه کړي او د یاد وزارت پرځای یې د امر بالمعروف او نهی عن  المنکر وزارت رامنځته شو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist