Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت مشرتابه اختریز پیغام کې له نړۍ سره پر رغنده تعامل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/15

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبةالله اخندزاده د لوی اختر په رارسېدو ملت ته په خپل اختریز پیغام کې ګڼو برخو ته اشاره کړې.

پیغام کې راغلي، اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې له نړۍ او په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په وینا یې په دې برخه کې یې خپل ټول ورګرځېدلي مکلفیتونه ادا کړي دي.

د اختریز پیغام یوه برخه: « اسلامي امارت له ټولې نړۍ او  په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.»

په پیغام کې راغلي چې له اوسنۍ واکمنۍ سره د کانونو، ځنګلونو او دولتي ځمکو په ګډوڼ ټولې ملي شتمنۍ تر بل هر وخت خوندي، د هر راز ظلم مخه نیول شوې او د شرعي محاکمو فعالیت سره په ټول هېواد کې شریعي اصول پلي شوي.

د اسلامي امارت زعیم وايي، سرپرست حکومت د امنیت په ګډوڼ هېواد کې د ټولو اتباعو د حقونو ورکړې ته ژمن دی او په خبره یې  دغه حقونه تر بل هر وخته خوندي دي.

د اختریز پیغام یوه برخه: « د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق خوندي او محفوظ دي، هېڅوک پر چا ظلم او تېری نه شي کولی، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي.»

پیغام کې د بیارغونې، کرنې، اوبو لګونې، سړک جوړونې او د کانونو د استخراج په برخه کې د اړینو

ګامونو د پورته کېدا او په یادو برخو کې د چارو د دوام خبر ورکړل شوی او د اقتصادي لاپرمختګ او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه په هېواد کې د پانګوونې پر اړتیا او مسوولیت ټینګار شوی دی.

د اسلامي امارت مشرتابه په دې پیغام کې دغه راز پر ټولو حکومتي چارواکو غږ کړی چې د خلکو هوساینې او خوندیتوب ته پوره پام او په دې برخو کې خپل مسوولیتونه په سم ډول ادا کړي.

د دې ترڅنګ له دوی غوښتل شوي چې داسې کړنې او چلن ترسره نه کړي چې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدا لامل شي.

داختریز پیغام یوه برخه: «د اسلامي امارت مسوولینو ته مې توصیه دا ده چې د خپل مسوولیت په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره سرته ورسوي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هېڅکله داسې چلن ونه وکړي چې ځانونه  له تاسو پردي وبولي.»

 په دې پیغام کې که څه هم د دیني شعائرو د لوړتیا او د دیني مراکزو د پراختیا، پرمختګ او ودې په برخه کې د مهمو اقداماتو د پورته کېدا خبره شوې؛ خو د نجونو د زدکړو او د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویل شوي. هغه څه چې ملت او په تېره بیا له زدکړو بې برخې افغانې نجونو یې له تېرو زرو ورځو راهیسې په تمه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist