Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د اسلامي امارت رهبر کابینه کې یو لړ بدلونونه راوستي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/08

د اسلامي امارت رهبر ملا هبت الله اخندزاده د سرپرست حکومت په کابینه کې ځېنې مهم چارواکي بدل کړي دي.

د نوموړي له لوري په يوه ځانګړې حکم کې د افغانستان بانک مخکېنی سرپرست هدایت الله بدري د شهاب الدین دلاور پر ځای د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست او په خپله دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست په توګه ګومارل شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « دغه موثریت ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي امارت په کابینه کې یو لړ بدلونونه، تبدیلۍ او نوې ټاکنې ترسره کړي چې د چارو لا ښه‌والي لامل به وګرځي.»

په نویو ګومارنو کې د افغانستان بانک مخکېنی مرستیال نور احمد اغا د دغه بانک سرپرست، دغه راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکېنی سرپرست مرستیال نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د سرپرست او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکېنی سرپرست مطیع‌الله خالص د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د سرپرست په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.

حمدالله فطرت د چارواکو په مسوولیتونو کې بدلون اصل ګڼي او زیاتوې، چې مشرتابه یې دغه بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د اړتيا په پام کې نيولو سره راولي.

هغه وايي: « تغیر او تبدیل د حکومتولۍ یو عادي جریان دی. د ادارې د چارو لا ښه والي په موخه تغیر او تبدیل د ادارې یو مهم اصل بلل کېږي، ځکه چې یو مسوول به په یوه برخه کې اغېزناک تمامېږي او بل به په بله برخه کې.»

هدایت الله بدري د تېر کال په مارچ کې د افغانستان بانک د سرپرست تر ټاکل کېدو مخکې په لنډمهاله توګه د مالیې وزات سرپرست و او اوس د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په توګه وګومارل شو.

خو شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ کال له نومبر راهیسې د کانونو او پيټرولیم وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله. دلاور تر سرپرستۍ لاندې د کانونو د استخراج برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ګڼ تړونونه لاسلیک شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، په ادارو کې بدلونونه د حکومتولۍ اصل دی؛ خو زياتوي چې دغه ګومارنې باید د تخصص او مسلکيتوب پر اساس او د وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « ادلون بدلون په یوه اداره کې اصل او اصول دي او دا ترسره کېږي؛ خو ژمنتیا او تخصص په پام کې نیول لومړني ګامونه دي او که دا یو هم خطا شي نو زما په نظر ادلون بدلون بیا منفي اغېز لري. ژمنتیا او تخصص د یوې ګومارنې لپاره ډېر اړین دي.»

له دې وړاندې د  اسلامي امارت رهبر د غبرګولي په اته نېټه د یوه فرمان له مخې، د عامې روغتيا او د کورنیو چارو په وزارتونو او دغه راز د فاریاب، سمنګان، کندهار او هلمند د والیانو په کچه ګومارنې کړې وې.

په یادو ګومارنو کې د قلندر عباد په لرې کولو سره د کورنیو چارو وزارت مخکېنی اداري معین نور جلال جلالي د عامي روغتیا وزارت سرپرست په توګه ګومارل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist