Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازموینو ملي ادارې د کابل په ګډون ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخېسته

د ازموینو ملي ادارې د کابل په ګډون ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخېسته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/23

د کانکور ازموینې دویم پړاو ازموینه په کابل کې واخېستل شوه. د ازموینې ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني له شمشاد سره مرکه کې وایي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخېستل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۵ زره داوطلبانو ګډون کړی وو.

حقاني زیاتوي: « سږکال کانکور موږ په پنځو پړاوونو وېشلی، لومړي پړاو کې ۱۶ ولایتونو کې ازموینه واخېستل شوه او دویم پړاو کې پرون په کابل کې ازموینه واخېستل شوه چې په دې کې ۱۵ زره کسانو ثبت نام کړی وو او ۱۳۶۶۴ کسانو بایومیټریک شوي وو او رتلونکې اوونۍ به درېیم پړاو ازموینه واخېستل شي.»

حقاني وایي، د سږني کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخېستل شي او وروستی پړاو به يې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ نېټه اخېستل کېږي.

نوموړی دغه راز وايي، چې سږني کانکور کې يې داوطلبانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او متفرقه ازموینه به هم د چنګاښ په ۲۲مه واخېستل شي.

د حقاني په خبره: « پسې بله اووني به د ازموینې څلورم پړاو وي او د چنګاښ په ۲۲ به متفرقه ازموینه واخېستل شي  چې دې کې به هغه ځوانان چې په هېواد کې دننه د یوه عذر له امله پاتې شوي او هغه ځوانان چې بهر کې د مهاجرت شپې سبا کوي ګډون کوي او هڅه کوو چې د زمري په لومړۍ نېټه ان شاءالله پایله اعلان کړو.»

د ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاتوي، د کانکور ازموینې په بهیر کې پوره روڼتیا په پام کې نیول شوې ده.

نوموړی دغه راز وایي،  د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینو پایلې به د زمري په لومړۍ اوونۍ کې اعلان شي.

هغه زیاته کړې: « د روڼتیا برخه کې موږ ټول ولس او ټولو ځوانانو ته ډاډ ورکوو او تېر کال مو هم عملاً دا ثابته کړې وه چې په دې پروسه کې روڼتیا ده، واسطه نشته او نه له کومې بلې لارې کار اخېستل کېدای شي، بلکې د یوه سېستم له لارې پایلې اعلانېږي چې په هغې کې انسان لاسوهنه نه شي کولی؛ نو د پایلو په اړه دې ولس او ځوانان ډاډمن اوسي.»

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخېستل کېږي، چې درې کاله کېږي نجونې په دغه ازموینه کې له ګډون څخه بې برخې دي او تر اوسه پورې یې برخلیک روښانه شوی نه دی.

 عبدالباقي حقاني د نجونو د کانکور ازموینې په هکله وایي، که چېرې د پوهنې وزارت د نجونو د کانکور د ګډون نوملړ شریک کړي، چمتو دي چې ازموینه ترې واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist