Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: له طالبانو غواړو،چې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي

admin by admin
2021/09/01

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو سره سم د افغانانو تمې او هیلې اوس اسلامي امارت ته دي.

خلک وايي،روان وضیعت ورته د زغملو نه دی او طالبان دې ژر تر ژره نوی حکومت اعلان کړي.

د پوهنتون استاد ضمیر څار وايي:« زه هېله لرم، که طالبان غواړي، په افغانستان یو دوامداره  او  له سولې ډک حکومت ولري. ټول شموله حکومت دې رامنځته کړي. ټولو اقوامو ته، ټولو سیاسي څېرو ته دې  ځای ورکړي او په خپله لمن کې دې ونېسي. همدارنګه له ولس هم غواړم،چې یو بل وزغمي. » 

 سیاسي فعال سیرت ساپی وايي:« طالبانو په کراتو له ولس سره بېلابېلې ژمنې کړې وې،چې په هغې ژمنو کې یا ولس کمرنګه وه یا طالبانو پر ژمنو عمل  کړی نه وه.  اوس په کار دا ده،چې ټول سره یو لاس شو او له دغه فرصته لویه استفاده وکړو. » 

د طالبانو له راتګ سره ټولې ادارې فلج شوي او خلکو سره اندېښنې دي،که اسلامي امارت ژر نوی  حکومت اعلان نه کړي،افغانستان به له لوی ناورین سره مخ شي.

د بلخ اوسېدونکی وايي:«  دا یو ډېر ښه طلايي فرصت دی، یو ستر فرصت دی او دې فرصته باید ستره ګټه پورته شي. ټول افغانان باید سره یو موټی شي او د حکومت جوړونې برخه کې یو افغان شموله حکومت رامنځته شي. حکومت کې باید ټول افغانان خپل ځان وګوري.» 

یو شمېر کسان بیا د بد اقتصادي وضیعت له امله سر ټکوي او وايي، د طالبانو له راتګ سره بیکاره شوي او په خبره یې که وضیعت همدا شان دوام وکړي، نورو هېوادونو ته به ولاړ شي.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی وايي: « هېله مو دا وه، چې بانکونه به خلاص شي، خلک ته به کاروبار برابر شي. هر څوک دا وېره لري. ټول بېکار او بې کسبه ګرځي. خلک په وېره کې دي. د بانکونو خلاصېدو اعلانونه څو ځلې وشول، خو نه خلاص شوي نه دي. » 

له کابل هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته طالبان په هوايي ډکر کې راټول شوي او ژمنه یې کړې،چې د ولس د سوکالۍ لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.

مولوي فتح الله وايي:«اوس یو ځل بیا افغانانو ته یو ښه فرصت په لاس ورغلی دی،چې داسې یو نظام رامنځته کړي،چې قومي، نژادي او مذهبي توپېرونو څخه تېر شي او د سوکاله افغانستان لپاره کار وکړي.»

له یوه ولایت پرته ټول افغانستان اسلامي امارت پخپل ولکه کې راوستی، چې په راتګ سره یې د خوراکي توکو او نفت نرخونه لوړ، بانګونه تړل شوي او ډېری خلک اړ شوي چې افغانستان پرېږدي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist