Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خروټی: پاکستان، عربستان، ایران او ترکیې کې شاوخوا ۱۶ زره افغانان بندیان دي

خروټی: پاکستان، عربستان، ایران او ترکیې کې شاوخوا ۱۶ زره افغانان بندیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/13

تېرو درې لسیزو جګړو، ناخوالو، او اقتصادي ستونزو له امله شاوخوا اووه میلیونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ  شوي او په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال له شمشاد سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت له حاکمېت وروسته د پاکستان ظالمانه پرېکړې له مخې، څه باندې ۵۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول.

ارسلاح خان خروټی وايي، د روان کال له پېل بیا تر دې مهاله ۴۵۰ زره  افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو بېرته هېواد ته په زور را ایستل شوي دي.

خروټی زیاتوي:« په درې یا درې نیمو میاشتو کې له ایرانه شاوخوا ۳۵۰ زره کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، همداشان شاوخوا ۵۰ زره له پاکستانه راستانه شوي او ۵۶۰۰ کډوال له ترکیې بېرته هېواد ته راستانه شوي. دغو ارقامو ته په کتو سره تر اوسه وضعیت  لا ډېر ستونزمن نه دی. هېله ده چې نړیوال او په ځانګړې ډول ګاونډي هېوادونه د کډوالو حقوق چې دي، هغو په پام دوی ته ستونزې پیدا نه کړي، ترڅو دوی ته دا فرصت ورکړي، چې په خپلې خوښې سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وایي،  د کډوالو ډېر شمېر یې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او یو شمېر نور یې د ایران او پاکستان لخوا په زوره او جبرې ډول سره ایستل شوي دي.

د خروټي په خبره، د پاکستاني حکومت سره یې د افغان کډوالو د شتمنیو بېرته ورکولو او په جبرې ډول سره د نه را ایستلو په تړاو خبرې کړي او مني چې په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ درول شوې ده.

خروټی زیاتوي:« په ځانګړي ډول په تېر کال کې زموږ د کډوالو ستونزې ډېرې وې، نسبت تېر کال ته سږ کال د کډوالو ستونزې تر یوه حده پورې په ګاونډیو هېوادونو کې کم شوي او تر اوسه پورې وضعیت چې ګورو، ډېرې ستونزې نه شته دي. البته ستونزې خو به وي، د تېر کال پرتله ستونزې کمې دي. »

په ورته وخت کې خروټی  وایي، په تېر یوه کال کې د پاکستان، ایران، او ترکیې له بندخونونه زرګونه افغان کډوال یې را خوشې کړي او دمګړۍ په ایران، عربستان،  ترکیې او پاکستان کې ۱۶ زره افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د دغو هېوادونو په بندخونو کې شپې او ورځې تېروي او ژمنه کوي چې پاتې بندیانو خوشې کولو هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه:« ما مخکې تاسو ته یادونه وکړه، چې پاکستان کې هم شاوخوا ۴۸ بندیان لرو، چې کچه یې ډېره راښکته شوې، په ایران کې موږ شاوخوا ۷۲۰۰ کسان بندیان لرو، په سعودي عربستان کې شاوخوا ۷۶۰۰ بندیان لرو، همدا شان په ترکیه کې هم ۶ یا ۷ زره کسان لرو. »

دا په داسیې حال کې ده، چې د پاکستان دولت کابینې په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو یا پې، او، آر کارټونو موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې له  دغې پرېکړې سره په دغه هېواد کې د پي، او، آر کارټونو لرونکي ۱.۴۵ میلیونه افغانان کولی شي د یوه بل کال لپاره هم په دغه هېواد کې واوسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist