Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خروټی:اسلامي امارت به د افغان مهاجرينو ستونزو حل لپاره جدي ګامونه واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/19

د ډيسمبر اتلسمه د مهاجرينو نړیوالې ورځې سره برابره ده او هرکال په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت هم د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۷ مه » د رسنیو پر وړاندې د مهاجرينو نړيواله ورځ د يوې ناستې په کولو سره ونمانځله.

ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي وویل،هڅه کوي، په ټولو ګاونډيو او نړۍ هېوادونو کې د افغان مهاجرو ستونزې حل کړي.

خروټی زیاتوي، نږدې لس ميلونه افغانان اوس مهال په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي او هڅه کوي،د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره بهرنیو هېوادونو کې دفترونه پرانیزي.

خروټی  وايي:« موږ له نړۍ سره د تعامل پر اساس به په ډېری هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د سرشمېرنې او د هغوی د ستونزو حل په موخه دفترونه پرانیزو.»

يادې ناستې ته د بهرنیوچارو وزارت سياسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل،له سياسي تحول مخکې او وروسته ټول هغه کسان چې تازه کډوال شوي کولای شي،خپل هېواد ته راستانه شي او له دوی سره کډ کار وکړي.

ستانکزي زیاتوي:« او يا هغه په غلط شکل باندې استعمالوي. راشئ! نن د اسلامي امارت غېږ، د افغانستان غېږ ستاسې له پاره خلاصه ده. خپل هېواد ته راستانه شئ. موږ به مو امنیت ونیسو. موږ به درته زمینه برابره کړو. دلته سوله ییز  ژوند وکړئ. په هر مسلک او هره رشته کې چې پوهيږئ، موږ به کار درنه واخلو.»

ستانکزي د ایران او پاکستان هېوادونو  پر چارواکو هم غږ وکړ،چې له افغان کډوالو سره دې ښه چلن وکړي او د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.

ستانکزي زیاته کړه:« نن د دې کنفرانس له لارې زه پر خپلو ګاونډو هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان غږ کوم،چې کوم مهاجرين زموږ په دې هېوادونو کې دي، له هغوی سره د مهاجرینو د بين المللي قانون پر اساس باندې ښه رويه وکړئ.»

د مالوماتو له مخې،اوس مهال نږدې ۱۰ ميلیونه افغان مهاجر په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي،چې له ډلې يې شپږ میلیونه يوازې په ايران او پاکستان کې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist