Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: نړیوال غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/09

د جمهوریت له پرځېد او اسلامي امارت واک ته رسېدو سره د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو کابل کې د خپلو سفارتونو دروازې وتړلې،ډېری لاهم نه دي خلاص شوي،خو ځنې سفارتونه بیا په مشروط ډول فعال دي.

 

تازه د جرمني او اندوونیزیا په ګډون یو شمېر هېوادونو ژمنه کړې،چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي،خو زیاتوي چې دا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، هغه څه چې تحلیل کوونکي یې په نړیوالو اوصولو کې یو نوی او په سیاسي لحاظ بې مانا کار بولي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:«که دوی په زور راځي،دفترونه پرانیزي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي،چې دوی هلته دفترونه پرانیزي دا په ډیپلوماټیکه نړۍ کې یو نوی کار دی،چې د نړیوالو اصولو له مخې هېڅ مانا نه لري.»

له دې سره یو شمېر نور شنونکي بیا  په دې باور دي،چې ځېنې هېوادونه د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره پر اسلامي امارت فشار راوړي او غواړي خپلې غوښتنې پرې ومني.

د سیايي چارو شنونکی  اجمل سهیل وايي:« ځېنې حقوقي مسایل دي،چې هغه د لږکیو مسایل، د ښځو مسایل همدارنګه ځنې ډیموکراټیک ارزښتونه دي،چې وده ورکړل شي نو پر طالبانو لازم فشار راوستلی شي نو د خبرو یوې دریچې او بنسټ خلاصولو لپاره اړینه ده،چې هېوادونه خپل ډیپلوماتان راواستوي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون دا ده،چې نړیوال د امریکا وروستۍ پرېکړې ته انتظار کاږي او دوی په خپلواکه توګه نه شي کولای کابل سره رسمي اړیکې ولري.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر ولي الله شاهین وايي:« نړۍ وال تقریبا خپلو پرېکړو کې مستقلانه پرېکړې نه شي کولای منتظر دي،چې د امریکا متحده ایالات څه پرېکړه کوي. له دې وروسته به دوی هم پرېکړې کوي،خو دا د وخت مسله ده. دا مسله زیاته د اروپایي هېوادونو او له امریکا سره ده،یوه نفساني ستونزه ده چې خلک خپل څنګه قانع کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت په وینا امریکا او اروپایي هېوادونه نفساني ستونزه لري،هغوی خپلو ملتونو ته دا قناعت نه شي ورکولی،چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د څه لپاره تللي وو او هلته ولې دوی قرباني ورکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist