Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/06

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د اسلامي امارت هغه پرېکړه،چې حکومت کې پخوانیو سیاسیونو ته ځای ورکوي، د ښې حکومتولۍ او د نړیوالو پلمو ختمولو لپاره ترې هرکلی کوي.

دوی وايي،اسلامي‌امارت دې هغو کسانو ته مسوولیتونه وسپاري،چې ملي ګټو ته ژمن وي او له هېواده نه دي وتلي او دوی به وکولای شي،چې اسلامي امارت سره د حکومت جوړولو کې مرسته وکړي.

تحلیل کوونکی سید اسحاق ګیلاني  وايي:« هغه سیاسیون چي دلته پاتي دي، دنده دي ورکړل شي.هغه کسان چي هېواد کي پاتې نه دي، هغه بله خبره ده هغه کسان په دنده وګومارل شي،ځکه کولای شي د اسلامي امارت د جوړولو په برخه کي همکاري وکړي.»

تحلیل کوونکي وايي، حکومت کې پخوانیو چارواکو او سیاسیونو ته ونډه ورکول به د نړیوالو هغه غوښتنې او اندېښنې هم ځواب کړي،چې د ټول شموله حکومت برخه کې یې لري.

تحلیل کوونکی زمان ګل دهاتي وايي:« تر دې مهاله خو د نړیوالو غوښتنو ته د کابینې د جوړولو په برخه کي ځواب نه دی ویل شوی،هرڅه سرپرست دي او سرپرست نظام باید ختم شي.»

اسلامي امارت ویلي،ټولو هغو سیاسیونو او پخوانیو چارواکو ته په حکومت کي ځای ورکوي،چې جګړه او فساد کې ښکېل نه وو او ملي ګټو ته ژمن دي.

اسلامي ‌امارت پر نړیوالو غږ کړی دی،چې حکومت جوړونه د افغاانو کار دی او هڅه دې نه کوي،چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
افغانستان

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist