Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بېچلټ: د بشري حقونو کمېسیون لغوه کېدل د افغانې ټولنې لپاره ستر شاته تګ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/22

پر اسلامي امارت د ښځو حقونو د نقض په تړاو د نړیوالو اندېښنو پر دوام د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کولو پرېکړې د بشري حقونو نړیوال مدافعین اندېښمن کړي او دا یې د افغاني ټولنې او افغانستان مدني ټولنې لپاره ستر شاته تګ بللی دی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته بند وه،خو د اسلامي ‌امارت د مشرتابه تازه فرمان له مخې،له حکومتي تشکیلاتو اېستل شوی او رسما لغوه اعلان شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې مېشل بېچلټ په یوه خبرپاڼه کې پر دې پریکړې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې یاد کمېسیون د افغانانو د بشري حقونو په خوندیتابه کې کلیدي رول لوبولی دی.

بېچلټ زیاته کړې:« د طالبانو له خوا د افغانستان بشر حقونو سازمان لغوه کولو پرېکړې ډېره ناهیلې کړمه. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو کلونو کې خورا اړین کارونه کړي دي،چې د انسانانو له حقونو سربېره یې د جګړې د دواړو خواوو قربانیانو له حقونو دفاع کړې ده.» 

د بېچلټ ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر هم پر یادې پریکړې اندېښنه ښودلې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي، د افغانستان له چارواکو سره به په دې تړاو خبرې وکړي.

بېچلټ هم ویلي،کابل ته یې د سفر پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو سره د بشري حقونو یو خپلواک میکانیزم پر جوړولو خبرې کړي دي،تر څو خلک ورته خپل شکایتونه ثبت کړلی شي.

هغې زیاته کړې:« د بشر حقونو عالي کمیشنري د بشر حقونو مدافع او د ملګرو ملتونو بشري ادارو باوري متحد دی،چې له لاسه ورکول یې د ټولو افغانانو او افغانې مدني ټولنې لپاره لویه ضایع ده. ما کابل ته د خپل سفر پر مهال له اوسني واکمنانو سره د بشر حقونو خپلواک میکانیزم پر جوړولو خبرې کړي دي.» 

د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون، پر اساسي قانون د څار کمېسیون،د مشرانو جرګې دارالنشاء، د ولسي جرګې دارالنشاء، د  ملي روغې جوړې عالي

شورا او ملي امنیت شورا هم لغوه اعلان شوي دي.

اسلامي امارت د یادو ادارو په تړاو ویلي،له دې وروسته ورته اړتیا نه لیدل کېده او د ۱۴۰۱ کال بودیجه کې ورته برخه هم په پام کې نه وه نېول شوې،چې له امله یې لغوه اعلان شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist