Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: له زده کړو محرومیت د افغان نجونو هیلې مړې کړي

بېنېټ: له زده کړو محرومیت د افغان نجونو هیلې مړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/15

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

د اسلامي امارت دا پرېکړه له پیله له نیوکو سره مخ شوه او په دې موده کې يې په کور دننه او له هېواده بهر د بېرته پرانېستلو غوښتنې کېږي چې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، دې محرومیت د افغان نجونو هیلې مړې کړي او دغه پرېکړه یې له تصوره لرې بللې.

امیري وايي: « له هغه وخته چې افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی، ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې، دې پرېکړې د افغان نجونو هیلې له منځه یوړې، د هېواد راتلونکی یې ننګولې او افغانستان په نړۍ کې د یوازیني هېواد په توګه پاتې شو چې دا ډول سخت دریځي په کې عملي کېږي.»

بېنېټ وايي: « په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدل تقریبا له تصور لرې او د نه منلو مساله ده. په میلیونونه افغانې نجونې د خپلو هیلو تسلیمېدلو ته تیارې نه دي. موږ باید په کلک هوډ د هغوی ترڅنګ ودرېږو.»

بل لور ته د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان له سرپرست حکومته د افغان نجونو د اساسي حقونو د غوښتنې لپاره سره یوځای شي.

براون وايي: « افغان نجونو اوس د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړي چې هېڅکله یې بېرته نه شي ترلاسه کولی. دا د ټولې نړۍ لپاره ښه وخت دی چې متحد شي او غوښتنه وکړي چې طالبان د هرې نجلۍ اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

په کور دننه هم باورونه دا دي چې د ښوونځیو بندېدو له امله کورنی او بهرنی مشروعیت تر سوال لاندې راغلی دی چې همدې مسالې په نړیواله کچه د افغانستان سیاسي ثبات او اړیکې ننګولي دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « نجونې له زده کړو لرې پاتې شوي او لرې پاتې کېږي او هم دغسې بندیزونو ته لار هواره شوې ده، له همدې امله کورنی او بهرنی مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغلی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « دا چې بیا هم د سیمې او نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه پیغام ورکړي او خبرپاڼې پاڼې خپرې کړي هېڅ درد نه دوا کوي، دا ستونزې باید افغانستان د ملت د غوښتنو پر بنسټ چې په دې جغرافیه کې ژوند کوي هوارې شي. نن که موږ دغه ډول پیامونه اورو موخه یې یوازې په حکومتولۍ کې د خپلو سیاسي ګټو پلي کول دي.»

 د نړیوالو دې غبرګونونو ته تر دې دمه اسلامي امارت کوم غبرګون نه دی ښودلی  او د پرله پسې اړیکو سره سره یې نظر شریک نه کړ.

خو له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو په پلان کار کوي او د یوه مناسب اسلامي چوکاټ په برابرولو سره به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي؛ خو دې پرېکړې ته یې زرګونه افغان نجونې سترګې په لاره دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist