Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بولټن: د افغانستان کړکېچ هواري لپاره باید سرپرست حکومت بې واکه شي

بولټن: د افغانستان کړکېچ هواري لپاره باید سرپرست حکومت بې واکه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/10

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یوې مرکې کې ویلي د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره باید د دې هېواد اوسنی سرپرست حکومت بې واکه شي.

بولټن زياته کړې، د سرپرست حکومت له چارواکو سره د امریکايي چارواکو ناستې د امریکا پر ګټه نه دي او په خبره يې برعکس دغه کار د سرپرست حکومت پر ګټه دی او مشروعيت ورکوي.

بولټن د سرپرست حکومت د مخالفینو د تقويې لپاره، له دوی سره د هر راز مرستو او همکاريو وړانديز کړی دی.

هغه زیاته کړې: « زه فکر کوم چې د افغانستان کړکېچ لپاره اوږدمهاله حل لاره دا ده چې په واک کې بدلون راشي. زما په اند په افغانستان کې دننه د طالبانو له مخالفو ډلو سره پر پوځي او جنګي مرستو سربېره، اقتصادي برخو کې مرستې کولی شي، د مخالفینو په وده کې مرسته وکړي.»

د جان بولټن دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر  سهیل شاهین ویلي، اسلامي امارت له ترهګرۍ سره په خپلواکه توګه مبارزه کوي او په افغانستان کې یې ټولې ترهګرې او مخالفې ډلې ځپلي دي.

شاهین زیاتوي: « د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارت هلې ځلې مستقلې او د خپل ولس او نظام د مصالحو په رڼا کې پرمخ وړل کېږي. د تېرو لسيزو د یرغلونو او میلینونو شهیدانو وروسته د افغانستان مسلمان ولس حق لري چې په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي. دا ټولو ته مالومه ده چې د همدې موخې لپاره اسلامي امارت هڅې کوي او په دې لاره کې لاسته راوړنې لري.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، امریکا د خپلو سیاسي ګټو خوندیتوب لپاره د حکومت مخالفو ډلو ته لابي او په دې توګه د اوسني حکومت په منزوي کولو سره په سيمه کې د خپلو ګټو د تحقق لپاره هلې ځلې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « د نړۍ د قدرتونو او په ځانګړې توګه د غربي نړۍ او امریکا لپاره په سیمه کې داسې یوه افغانستان ته اړتیا لري چې د دوی په اختیار کې اوسي او د هغوی رامنځته کړی نظام اوسي، چې په سیمه کې د امریکا ګټې خوندي وساتي. که چېرته حکومت له دوی سره اړیکې او ستراتیژيک تړونونه ونه لري نو بیا باثباته افغانستان د دوی نه دی په کار او داسې یو منزوي او ناامنه افغانستان دوی غواړي چې په همدې ناامنۍ کې د سیمې په کچه خپلې ګټې تامین کړي.»

ځېنې نور بیا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه بریالۍ ګڼي؛ خو وايي، پرته له نړیوالې همکارۍ دغه مبارزه دومداره کېدای نه شي.

 د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « له ترهګرۍ سره په مبارزه کې اسلامي امارت تر ډېره بریالی شوی دی؛ خو په دې هم سترګې نه شو پټولی چې اسلامي امارت د نړیوالو همکارۍ ته اړتیا لري، تر څو وکولی شي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه نوره هم چټکه او بریالۍ کړي؛ نو د نړیوالو توجو او همکاري اړینه ده، که نړیوال په دې برخه کې اسلامي امارت یوازې پرېږدي یا ورسره همکاري ونه کړي نو بیا به اسلامي امارت یوازې په همدې سکټور کې بوخت وي او نورې برخې به ترې پاتې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت په وار وار ټینګار کړی چې هېچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي او یا د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist