Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه بې انصافي ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/08

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ وړمه شپه تصویب کړه،چې په دې سازمان کې د افغانستان پخوانی استازی غلام محمد اسحاق زی پر خپله دنده پاتې شي او د افغانانو استازولۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د دفتر په یوه بیان کې راغلي،چې د اسلامي امارت استازي ته اوس مهال ځای نه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو دفتر   د بیا یوه برخه:« ملګرو ملتونو د تازه طرحو له مخې د اوس لپاره دا پریکړه وکړه،چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او میانمار لپاره وار له مخې ټاکل شوي استازي به په خپل ځای پاتې کېږي او د طالبانو له لوري وړاندېز شوي استازي ته د اوس لپاره ځای نه ورکول کیږي.»

اوس پوښتنه دا ده،چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د پخواني حکومت استازی څنګه کولای شي ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي.

د  بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې نا خوښه دی او دا یې د افغانستان په حق کې یوه غیري عادلانه  پرېکړه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر ولي الله شاهین وايي:« موږ فکر کوو،چې دغه یوه بې انصافه او غیر عدلانه پرېکړه ده،چې داسې څوک د افغانستان نمایندګي کوي،چې نظام یې نه شته دی.اوس مهال د اسلامي امارت حکومت دی، نړۍ وال باید ورسره تعامل وکړي او نمایندګي هم د اسلامي امارت حق دی،.په ټوله کې دا بې انصافه پرېکړه ده،چې موقتي به وي.»

د ملګرو ملتونو باندې نیوکې دي،چې خپل ناپیلیتوب یې نه دی ساتلی.

دغه سازمان د میانمار حکومت په حق کې هم ورته پرېکړه کړې،چې حکومت یې دامهال د پوځ په لاس کې دی. 

پر اسلامي امارت نیوکه ده،چې نړیوالو سیاستونو سره سم نه دي روان او باید داسې اقدامات ترسره کړي،چې نړیوال قانع او یو ښه تعامل ته تیار شي.

لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر صلاح الدین سعیدي وايي:« دا چې ملګرو ملونو دا پرېکړه کړې، پرې خفه یو، خو بله لار نه شته ده، څوک په کوم مشروعیت ؟

هو تېر استازی اوس په ځمکه او محل کې په اصطلاح تسلط نه لري،د هغه حکومت او هغه د افغانستان استازیتوب نه شي کولای، خو بله لاره  د حل نه ده پاتې طالبانو ته پکار ده،چې مناسب اقدامات وکړي او د افغانستان د خلکو د تراژیدۍ د کمولو لپاره مناسب کارونه وکړي.»

د کارپوهانو د تبصرو په پایله کې داسې باور ته رسېدای شو،چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې پروسه نوره هم ځنډنۍ شوې او په سیاسي او اقتصادي لحاظ افغانانو ته سخت زیان واړوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist