Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلومنیټل: امريکا دې له افغان متحدانو سره خپلې ژمنې عملي کړي

بلومنیټل: امريکا دې له افغان متحدانو سره خپلې ژمنې عملي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو ورځو کې سرپرست حکومت واک ته د رسېدو ۴مه کليزه ونمانځي، خو د جمهوري نظام له سقوط راهيسې لاهم زرګونه افغانان امريکا ته د تګ په تمه په درېيمو هېوادونو کې په تمه دي.

په څلورو کلونو کې امريکا ته د ځينو افغانانو نه لېږدېدل په خپله امريکا کې له نيوکو سره مخ مساله ده او د کانګرېس ځينې غړي يې د ټرمپ پر ادارې نيوکه کوي چې ګني خپل افغان متحدان يې په نورو هېوادونو کې بې ‌برخليکه پرېښي.

تازه د امريکا سنا جرګې يوه مطرح غړي ریچارډ بلومینټل د نيوکې په توګه ويلي، امريکا بايد له خپلو افغان متحدانو سره کړې ژمنې د خپل اخلاقي مکلفيت پر اساس عملي کړي.

هغه زیاته کړې:« اوس هم په قطر کې یو زر ۵۰۰ افغان متحدان شته. موږ بايد دوی دلته  ته راولو. موږ ژمنه کړې چې دوی به په امريکا کې خوندي وي. که چېرې موږ خپلې ژمنې عملي نه کړو، نو په دې مانا چې د دوی وينه زموږ په لاسو کې ده. لوی ملتونه خپلې ژمنې پوره کوي. موږ بايد د دوی او خپل ضمير لپاره دا کار وکړو.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د دې امریکايي سناتور خبري تاییدوي او وايي، په درېیمو هېوادونو کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله دې امريکا ورسره کړې ژمنې له مخې ياد افغانان انتقال کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  شهسوار سنګروال وايي:« دا چې څه وخت به انتقال شي، خو کومې سختې شپې چې دغه خلک په انتظار باندې تېروي چې دوی به امریکا ته ولاړ شي. زه فکر کوم دا یو ستونزمن حالت دی. نو زما وړاندیز د یوه افغان په صفت دا دی چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې دننه داسې شرایط برابر کړي چې هر افغان باید خپل ژوند په خپل هېواد کې پرته له کوم ګواښ وګڼي.»

ځینې نور بیا وايي، یوازې قطر نه بلکي ځینو نورو هېوادونو کې هم ډېری افغانان امریکا ته تګ په تمه ناست دي او اوس‌ مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 دوی وايي، زیاتره يې اوس افغانستان ته بېرته د تګ امکانات هم نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالواحد  فقیري وايي:« دا یوه له هغو ژمنو ده چې ده له خپلو خلکو او پلویانو سره کړې، تل یې هغوی ته ویلي چې اسلام او مسلمانان امریکا ته یو ګواښ دی او دی به هڅه وکړي چې د مسلمانانو راتګ مخه ونیسي.  نو دا د ده پالیسي ده او نه غواړي چې نور مهاجر په ټوله کې او په ځانګړي ډول مسلمانان امریکا ته ورشي.»  

د جمهوري نظام له سقوط وروسته اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې او د سرپرست حکومت چارواکو له بهر میشتو افغانانو په وار وار غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist