Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې ښوونکي:له تېرو درې نیمو میاشتو راهېسې مو تنخوا نه ده اخېستې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/09

په شمال بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د ښوونځيو یو شمېر ښوونکي وايي، له تېرو درې نيمو مياشتو راپدېخوا مو تنخواوې نه دي ترلاسه کړي او له همدې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو.

دوی له حکومته غواړي،چې د معاشونو د ورکړې برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي.

مزارشریف کې د ابو مسلم ښوونځي مدیرر سيد نقيب الله وايي:« ښوونکي چې د دې ټولنې تر ټولو بېوزله قشر دی او ت تنخواوې يې هم له تېرو څو مياشتو را پدېخوا نه دي اجرا شوي، تاسې په خدای باور وکړئ، چې له سختو ستونزو سره مخ دي. ځنې ښوونکي شته دی،چې د خپلو اولادونو او ملکيتونو خرڅلاو ته اړ شوي دي، يوه بېلګه  يې زه خپله يم.»

د مزارشریف ښار کې د استقلال ښوونځي مدیر محمد نعیم وايي:« له اسد مياشتې وروسته ښوونکو خپلې تنخواوې نه دي تر لاسه کړي. تاسې پوهېږئ،چې د ښوونکو ژوند په تنخوا پورې تړلی دی. ۹۰ سلنه ښوونکي له فقر سره مخ دي او تنخواو ته په تمه دي.»

په ورته مهال مزارشريف ښار کې يوه سوداګريز شرکت پر لسو زرو ښوونکو د خوارکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړه.

په دغو مرستو کې پنځوس کيلو اوړه او پنځه کيلو غوړي شامل دي،چې د هرې کمکي کڅوړې ارزښت يې ۳ زره افغانۍ ښودل شوی.

د مرسته کوونکي شرکت استازی مجتبی عثماني  وايي:« موږ تصمیم ونیوه،چې په اوسنيو بحراني شرايطو کې د بلخ ولايت له ښوونکو او معارف کارمندانو سره مرسته وکړو، د مرستې په دې لړۍ کې به لس زره  ښوونکي تر پوښښ لاندې ونيول شي،چې هر يوه ته به يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه اوړه او پنځه لېټره غوړي ورکړل شي.»

له دې سره بلخ کې د معارف رياست مسوولين يو ځل بيا ژمنه کوي،چې ډېر ژر به د ښوونکو تنخواوې ورکړل شي.

د بلخ  پوهنې رياست د ښاري معارف مسوول محمد نعيم بلخي وايي:« موږ بار بار د دې همغږي کړې،چې د ښوونکو حقوق او تنخواوې ورکړل شي. انشاءلله چې د دوه مياشتو استحقاقونه مرکز ته غوښتل شوي او ژر به يې تنخواوې اجراء شي.»

د بلخ ديني عالمان هم د هېواد پر سوداګرو او تجارتي شرکتونو غږ کوي،چې په اوسنيو ناوړه اقتصادي شرايطو کې دې د ټولنې له بېوزله کورنيو سره مرستې وکړي. 

خبریال: جاوید واک

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: د منکراتو  مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده
افغانستان

حنفي: د منکراتو مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده

جولای 19, 2026
د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی
افغانستان

د خلکو شکایتونه؛ د نفتي توکو بیو لوړېدو مو خراب اقتصادي حالت لا خراب کړی

جولای 19, 2026
افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې
افغانستان

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

جولای 19, 2026
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول
افغانستان

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

جولای 19, 2026
پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي
افغانستان

پاکستان خیبر پښتونخوا کې پر افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات کړي

جولای 19, 2026
له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ
افغانستان

له نړۍ د اروپايي ټولنې غوښتنه: افغانستان مه هېروئ

جولای 19, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist