Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې  پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې لړۍ ګړندۍ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

په شمال بلخ ولایت کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې دمګړی د روږدو کسانو د درملنې لس کمپونه فعال دي، چې په کې د څه باندې زرو تنو روږدو کسانو درمنله کېږي.

 دوی وايي، له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي،ترڅو پر نشه يي توکو روږدي کسان بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي. 

بلخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوول قاري رمضان وايي:« په مزارښار کې د روږدو کسانو د درملنې لس خصوصي کمپونه فعال دي،چې په کې څه باندې زر تنه معتادين تر درملنې لاندې دي. په نږدې وختونو کې شااوخوا ۴۰۰ روږدي کسان نيول شوي  او دغو مرکزونو ته يې د درملنې لپاره لېږلي دي.»

د بلخ ولايت مقام استازی محمد شفيق محمود وايي:« د روږدو کسانو د درملنې چارې ښې وې، دغو کمپونو ښه خدمات کړي دي، ځېنې وړې ستونزې شته دی،چې د هغو د حل لپاره به بلخ ولايت مقام اقدامات کوي.»

د بلخ د عامې روغتيا ریاست  مرستیا اسدالله حکیمي هم په مزارشريف ښار کې د روږدو کسانو د درملنې چارې قناعت وړ بولي او ټينګار کوي،چې د روږدو کسانو درملنې لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي.

حکيمي زیاته کړه:« نږدې ټول روږدې کسان چې موږ وکتل، روغ شوي وو، يو پنځه سلنه يې داسې ول، چې ضمني ناروغۍ يې درلودې. د هغوی لپاره هم په روغتون کې د درمنلې زمينه برابروو.»

په ورته مهال تر درملنې لاندې يو شمېر روږدي کسان له شته خدماتو راضي دي او وايي که ورغېږي،بيا به هېڅکله هم نشو ته  نه کوي. 

تر درملنې لاندې یو تن روږدی  سيد اسماعيل وايي:« يو دود به مې له يو چا سره وواهه او يو دود به مې له بل چا سره، په همدې ډول پر نشو روږدی شوم،خو له دې وروسته مې توبه ده او بيا به په ژوند هم د نشې شوق ونه کړم.»

تر درملنې لاندې یو بل روږدی ذبيح الله وايي:« اوس ډېر ښه شو،چې د ښار د سړکونو پر مخ هېڅ ډول پر نشو روږدی کس پاتې نه دی. پر دې اساس ویلی شو،چې نور څوک زړه نه ښه کوي،چې نشه وکړي او خپل ژوند برباد کړي. له حکومته مننه کوو.»

چارواکي ګواښ کوي،چې له هغو کسانو سره به سخت چلن وکړي،چې په ښار کې پر روږدو د نشه يي توکو د پلورلو هڅه وکړي.

د مزارشريف اوسېدونکي هم وايي، وروستيو اونيو کې له ښاره نږدې ټول روږدي کسان ټول شوي دي، چې ورسره په ټولنيز ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist