Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د پلي تګ لارښوونو او ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه یو شمېر پروژې پيل شوې

بلخ کې د پلي تګ لارښوونو او ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه یو شمېر پروژې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/01

له کابل او ننګرهار ولایتونو وروسته په مزار شریف ښار کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ټولنې د استازو لخوا، د ټرافیکي اصولو مراعاتولو او  پر لویو لارو د پلي تګ په موخه  د عامه پوهاوي سربېره یو شمېر پروژې پیل شوي.

د یادې ټولنې استازي وایې، مزار ښار کې د ۳۰ زره ډالرو په لګښت د یادو شویو مواردو په تطبیق پنځه پروژې پیلوي چې عامه پوهاوی یې په عملي بڼه پیل شوی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو هبیتاتو غړی حسان شهیر وايي: « مزار شریف کې به د دغو پنځو فعالیتونو لګښت نږدې ۳۰ زره امریکايي ډالره کېږي چې په دې توګه د کابل او جلال اباد له لویو لارو سره ورته دی. پاتې نور فعالیتونه چې د واټونو د خوندیتوب د مېنوالونو او پالېسۍ ترتیب او چمتو کول دي او پر دې له کورنيو او بهرنیو همکارانو سره کار روان دی.»

په همدې حال د بلخ ټرافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز بیا د یادې ټولنې دغه ګام ستایي او په پلي کېدو کې یې د خپلو همکاریو خبرورکوي.

مبارز وايي: « له موټر چلونکو مو هیله دا ده چې باید تېز رفتاري و نه کړي، لایسنس ترلاسه کړي، پلېټونه او جواز سيرونه صفا کړي، په ټول ولس غږ کوو چې پلېټونه واخلي او خپل لایسنسونه جوړ کړي او د ټرافیکو په قوانینو سر خلاص کړي.»

بل لور ته د مزار ښاروالۍ مسوولین د دغو پروژو تطبیق کې خپلې همکارۍ ته چمتو دي او وایي، راتلونکي کې په دې تړاو دوی هم د ورته پروژو د عملي کولو پلان لري.

د مزارشریف ښاروالۍ د مسلکي او سکټوري چارو رئیس محمد جاوید مایار وايي: « د سړکونو خط اندازي په ځانګړې توګه ښار کې ډېره مهمه برخه ده او ان شاءالله سربېره له دې چې موسسه دا کار کوي موږ هم په راتلونکي کې پلانونه ورته لرو څو د پېښو مخه ونیول شي او نه یوازې په دې برخه کې، بلکې په نورو برخو کې هم باید عملي ګامونه واخلو او خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړو، ځکه چې عامه پوهاوی ډېر اړین دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د یوې نړیوالې ټولنې د سروې له مخې، هر کال افغانستان کې له ۶ زرو زیات کسان په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند بایلي چې دغه ارقام زیاتره په لویو او مرکزي ولایتونو کې ښودل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist