Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د خبریالانو په یوه غونډه کې وروستۍ چاودنې نړیوال غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/13

د بلخ ولایت پر والي داوود مزمل له برید لا دوه ورځې نه وې تیرې شوې،چې د مزارشریف ښار په زړه کې د خبریالانو په یوه ستاینغونډه زوروره چاودنه وشوه.

دغه چاودنه کې چې د خبریالانو په ګډون په کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښت، د کورنیو غبرګونونو ترڅنګ یې نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یونام) دغه چاودنه غندلې او د  خبریالانو د ساتنې غوښتنه یې کړې. 

یوناما زیاته کړې:« په  مزارشریف ښار کې پر خبریالانو له کرکې ډک برید،چې یوه د نه منلو وړ پیښه ده په کلکه غندو. تاوتریخوالی نور باید ودریږي. افغان خبريالان هر ډګر کې خپله زړورتيا ښيي او بايد ساتنه يې وشي. موږ د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم په دغه پيښه خواشیني ښودلې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. 

ویسټ زیاته کړې:«د تبیان په فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د ترهګریز برید له امله په ژوره توګه خواشیني شو. موږ دا پرله پسې، بې احساسه او له تاوتریخوالي ډک بریدونه په کلکو ټکو غندو. موږ د افغانانو په استقامت او د هغوی پر وړتیا باور لرو.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او دا ډول چاودنې یې بیا پر ازادۍ برید بللی،چې د مخنیوي غوښتنه یې هم کړې.

هغه زیاته کړې:«موږ وضعیت له نږدې څارو. د مزارشریف ښارکې  په تبیان کلتوري مرکز کې د خبریالانو په غونډه کې چاودنه شوې. افغانستان کې پر خبریالانو دا برید د بیان ازادۍ ته یو بل ګوزار دی، چې د خوندیتوب زیاتول یې اړین او مهم دی.» 

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه دا پيښه غندلې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاتويي:« په مزارشریف ښار کې د افغان غږ آژانس د خبریالانو په دفتر او د تبیان په فرهنګي او ټولنیز مرکز بزدلانه ترهګریز برید په کلکه غندو او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوو. د دا ډول بریدونو عاملین د افغانانو د ثبات او امنیت دښمنان دي.» 

وروستی یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې په مکرر ډول دا ډول چاودنې او بریدونه شوي، خو د کورنیو چارو وزارت یې د عاملینو نیولو او راتلونکي کې یې د مخنیوي خبره کوي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا لومړۍ ستر برید دی،چې خبریالان پکې په نښه کیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist