Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د تودوخې زیاتوالي سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوي

بلخ کې د تودوخې زیاتوالي سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/11

د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د هوا له ګرمېدو سره هم مهاله د اور لګېدنې پېښې زیاتې شوي چې ګڼ مالي زیانونه يې  اړولي دي.

په همدې حال د بلخ اور وژنې مدیریت مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر دې مهاله يې د اور لګېدنې شاوخو۴۰ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې خلکو ته شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

دوی ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اور لګېدنې پېښو مهارولو په موخه به خپلې هڅې لا پراخې کړي.

د بلخ اطفايې مدیر عبدالمؤمين  فیاض وايي: « د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه ۴۰ د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې چې تخمیني زیان یې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ او له پنځو میلیونو زیات مالونه او اجناس له دې پېښو ژغورل شوې دي.»

د بلخ اطفايې مدیریت کارکوونکی شاه محمد تېموري وايي: « موږ ۲۴ ساعته نوکریوالي لرو او د نوکریوالۍ ترڅنګ زموږ موبایلونه هم تل ۲۴ ساعته فعاله دي، د سیمې له اوسېدونکو مو هیله دا ده چې کله د اور لګېدنې پېښه رامنځته کېږي؛ نو پر وخت موږ ته خبر راکړي. یو شمېر خلک دي چې زیاتره وخت لومړی خپله د اور وژنې هڅه کوي او کله چې بریالي نه شي او اور له کنټروله بهر شي نو بیا اطفایې یا اړونده حوزې ته احوال ورکوي چې په دې توګه وخت ډېر ضایع کېږي او موږ پر وخت رسېدنه نه شو کولی، زموږ شمېرې تل فعالې دي، ۱۰۱ شمېره وړیا ده او تل فعاله وي.»

په همدې حال کې د مزار شريف یو شمېر ښاریان د اور لګېدنې د پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي او د مخنیوي لپاره يې له مسوولینو د جدي اقدام غوښتنه کوي.

دوی همداراز پر نورو ښاریانو هم غږ کوي، څو د اورلګېدو پر مهال د اور وژنې ټیم سره په اړیکه کې شي.

د مزار شريف ښار یوتن اوسېدونکی قدرت اتل وايي: « د ګرمۍ موسم دی او د اور لګېدنې خطر زیات شوی؛ نو د اطفایې له مدیریته مو غوښتنه دا ده چې د اورلګېدنې پېښې ته ژر تر ژره ځانونه ورسوي، د زیانونو مخه ونیسي، څو د اور خطر لاپسې زیات نه شي او بله دا چې خپله شمېره د ښار په ټولو سیمو کې نصب کړي څو هر څوک ورته لاسرسی ولري او د اړتیا پر مهال ورسره په اړیکه کې شي.»

د مزار شريف ښار یو بل اوسېدونکی سید سجاد موسوي وايي: « په مزارشریف ښار کې نفوس مخ پر زیاتېدو دی او له بده مرغه ګورو چې هره ورځ د اور لګېدنې پېښې رامنځته کېږي؛ نو د اطفایې له مدیریت او ښاریانو غواړو چې د عامه پوهاوي برخه کې اقدام وکړي او د اورلګېدنې پر مهال ژر تر ژره له اطفایې سره په اړیکه کې شي، د مرستې غوښتنه وکړي او اطفایه هم باید پر وخت ځان ورسوي او پېښه مهار کړي.»

له دې ټولو سره سره د بلخ اور وژنې مدیریت د روان کال په لړ کې د رامنځته شیوو ۴۰ اورلګېدو پېښو کې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت له سوځېدو د ژغورل شويو توکو خبر ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist