Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ یو ځل بیا پيل شوه 

بلخ اوسېدونکي: بازار کې د زړو پیسو شتون له ګڼو ننګونو سره مخ کړي یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/14

د شمال بلخ ولایت د مرکز مزارشريف اوسېدونکي، هټيوال او يو شمېر صرافان شکايت کوي،چې په بازار کې د زړو پيسو شتون د معاملاتو پر مهال دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

محمد یعقوب مزارشریف ښار کې د سړک پر غاړه د پيسو د تبادلې غرفه لري، هغه شمشاد ته وويل، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پيسو د تبديلۍ پر مهال د زړو پيسو شتون له امله يې کاروبار خراب شوی دی. 

یعقوب زیاتوي:« شااوخوا څلوېښت ورځې کېږي،چې دغه ستونزه پيدا شوې. پېرېدونکي هغه پنځوسی او سلګون نه اخلي،چې لږ هم زاړه شوي وي. هغه پيسې چې رابرتيپ ورباندې وهل شوی وي،هم نه اخلي. نوې پيسې هم نه شته دی، خلک سختو ستونزو سره مخ دي.»

یو بل صراف عبدالروف  بیا وايي:«  زموږ غوښتنه دا ده،چې زړې پيسې دې ټولې شي او نوې پيسې دې چاپ شي. ما خپله زياتې زړې پيسې ټولې کړي  دي،خو اوس يې چې هر چاته ورکوم نه يې اخلي. اوس موږ هم اړ يو،چې له پېرېدونکو زړې پيسې وانه خلو، حکومت بايد دغه ستونزه حل کړ.»

په ورته مهال د ښار يو شمېر هتيوال هم وايي، د توکو پلورلو پر مهال د زړو پيسو له امله ډېری وخت  ورسره پېرېدونکي جنجال کوي او له همدې امله دوی هم  اړ کېږي، چې زړې پيسې وانه خلي. 

مزار شریف ښار کې یو هټیوال  عبدالله وايي:«  زه همدلته يم، کراچۍ لرم او د زردکو اوبه پلورم.  د زړو پيسو پر سر هره شېبه له خلکو سره په جنجال يم، له يوې خوا کار نه شته دی، له بلې خوا چې نوې پيسې نه وي،نو شته کاروبار هم پسې زيانمن کېږي. موږ له مسوولينو غواړو،چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.» 

له دې سره بلخ کې د افغانستان بانک سيمه ييز مسوول مولوي محمد شاهین وایي، د خلکو ياده ستونزه درک کوي او په دې اړه  يې له صرافانو سره ناستې هم کړي دي. 

 شاهین وايي، مرکزي بانک د دغې ستونزې د حل ژمنه کړې ده. 

شاهين زیاته کړه:«  د زړو پيسو په اړه شته ستونزه موږ له مرکزي بانک سره شريکه کړې ده او هغوی هم راته ويلي چې دغه ستونزه به ژر حل کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې په بازار کې شته پيسې بايد دوران وخوري او وچلېږي.»

خلک وايي، د افغانستان مرکزي بانک مسووليت لري،ترڅو له بازارونو زړې پيسې ټولې او پر ځای يې نوي بانک نوټونه عرضه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist