Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتنبایوا: اسلامي امارت له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولی

اوتنبایوا: افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/06

د غبرګولي ۱۶ مه د چاپېریال له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د حکومت رسنیو مرکز کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري د دغې ورځې نمانځغونډې په اړه جوړه شوې ناسته کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو په برخه کې د نړۍ پر کچه یو زیانمنونکی هېواد یاد کړ.

حنفي وايي، د څلورو لسیزو جګړو او د نړيوالو له لوري د بېلابېلو وسلو استعمال، د چاپیریال پر نامنظم والي سربېره خلک پر بېلابېلو سرطاني ناروغیو اخته کړي.

د حنفي په خبره، صنعتي هېوادونه د اخلاقي مسوولیت له مخې بايد له هغو هېوادونو سره د چاپیریال په ساتنه کې مرسته وکړي، چې د نورو هېوادونو له لوري اغېزمن کېږي.

په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وایي، د وروستیو څېړنو له مخې په هېواد کې د هوا ککړتیا، اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د ځنګلونو تخریب او د سېلابونو راوتل په لوړه کچه په مستقیم او غیر مستقیم ډول خلک اغېزمن کړي او اصلي عامل یې د عامه پوهاوي نه شتون، اوږدمهاله جکړې او د نړيوالو له لوري د کافي مرستو نه شتون دی.

دوی وایي، روان کال د چاپیریال ساتلو لپاره بېلابېل پلانونه لري، چې تر اوسه یې په ۱۷ ولایتونو کې د ۳۰ بېلابېلو پلانونو پر پلې کولو کار روان دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عزیزالرحمان وايي:« افغانستان د ۱۶ چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري، چې اوس مهال د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو اهدافو او مکلفیتونو پلې کولو ته ژمن دی. له بده مرغه بیا هم وایم، چې د چاپېریال ساتنې ادارې سره هم سیاسي چلن کېږي، حال دا چې دا یوه بشري او یوه انساني اداره ده، چې باید له هېڅ سیاست سره دې ته تړاو ورنه کړل شي. خو له بده مرغه د نړیوالو له خوا د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان پروژې چې په تېره اداره کې د اجرا حال کې وې، د اسلامي امارت په راتګ سره ځنډول شوي دي.»

بل لور ته د نړۍوالو بنسټونو مسوولین وایي، د طبيعي پېښو کموالي لپاره ټول پر ګډ کار کولو مکلف دي.

دوی وایي، تر ډېره باید په افغانستان کې په دې برخه کې د خبرو پر ځای عملي کار وشي؛ څو بیا ځلې هغه ۸۰ سلنه ویجاړې شوې کرنیزې ځمکې د معیاري کرنې لپاره چمتو شي، چې وروستیو سېلابونو تخريب کړې.

په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي د دفتر مشر سټیفن رودریګېز وايي:« نن مو چې په کوم پروګرام کې برخه اخیستې، دا یوه ډېره حیاتي ورځ ده، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره. په دې ټول پوهېږو،چې اوبه، خواړه، پاک چاپیریال یوه اړتیا ده. افغانستان له اقلیمي بدلون څخه تر نورو هېوادونو زیات متاثر دی. دا هغه ‍موضوعات دي چې انسانان او بشر ګواښي.»

د ملګرو ملتونو کرنې سازمان  مشر  ريچارډ ترينچارډ وايي:« وچکالي د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ دی. ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه په افغانستان کې له ګواښ سره مخ ده. د غیر تخنیکي زراعت له امله ځنګلونه له منځه تللي او په لوړه کچه کرنیزه ځمکه سېلابونو تخریب کړې. موږ هیله لرو چې نړیوال مالي ملاتړ ته به بیا ځلې زمینه برابره شي.»

د ناروې کمېټې مشر ترجي واتیردال وايي:«دا د نړيوالې ټولنې او پرمختللو هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی، چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي. موږ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري جوړې شوې طرحې ستایو او موږ هڅه کوو، چې په کلیو کې خلک منسجم کړو څو نورو ته په دې تړاو عامه پوهاوی ورکړي.»

بل لور ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وایي، د ثور له ۲۰ مې نېټې را په دې خوا د سېلابونو په پایله کې ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ژوبل شوي، ۱۴۹۲۸ کورونه یې ویجاړ او زیانمن کړي او ۱۰۰ زره جرېبه کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې.

دوی د نړيوالو بنسټونو له مسوولینو غواړي، چې غږ یې تر اصلي ادرسونو ورسوي.

له دې سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی او ملګري ملتونه ژمن دي، چې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist