Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د طالبانو واکمنۍ پر مهال په لومړي ځل ننګرهار  کې هوايي برید وکړ

admin by admin
2021/08/30

د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په لومړي ځل د جمعې پر شپه امریکایي ځواکونو په  ختیځ ننګرهار ولایت کې هوايي برید ترسره کړ.

دغه برید پر کابل هوايي ډګر د پنجشنبې ماښام خونړیو چاودنو د غچ اخېستلو په موخه شوی،چې له امله یې  داعش بریدګر وژل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې ټپيان دي.

لوړ پوړي امریکایي چارواکي وایي،په برید کولو موخې ته رسېدلي او د داعش ډلې هغه غړی یې پر نښه کړی،چې پر کابل هوايي ډګر یې بریدونه پلان کړي وو.

په یاد کلي له برید وروسته لا هم درنه چوپتیا خپره ده،کلیوال له کورونو نه راوځي.

د وژل شوي کس ګاوندی وايي:« د شپې شااوخوا ۱۱ نیمې بجې وې. موږ پر چت  وېده وو، دې وخت کې یو درز شو. ماشومانو دې وخت کې چېغې کړې.الوتکه راغله او پر موږ یې له پاسه یو ډول شعاع وکاروله. شنه رڼا وه.  موږ بېرته  له چت ښکته شو او په دې وخت کې چیغې لا زیاتې شوې. وروسته بیا چیغې ورو، ورو کمې شوې. وروسته  بیا یو موټر راغی او ټپي یې انتقال کړ. » 

کلیوال بیا د امریکایي چارواکو له څرګندولو نا خبره دي او وایي، وژل شوی کس یې تر اوسه  پورې په هېڅ وسله وال فعالیت نه وولېدلی او عادي ژوند یې کاوه.

د وژل شوي کس ګاوندی وايي:« دا خلک دلته  له ډېر وخته اوسېدل. بېچاره به زرنج موټرسایکل چلاوه او له چا سره یې بدیه رویه نه ده کړې. دې کس هېڅ اړېکې نه لرلې او نه موږ لېدلی،چې خلک یې راوستي وي. ډېر وخت کېده، چې موږ دا کاته، زرنج به یې سهار له کوره وباسه او ماښام به بېرته کور  ته راستنېده.» 

له دې برید وروسته د شنبې مازیګر د خوګیاڼو په شېر زادو ولسوالۍ کې هم ورته بریدونه شوي،خو تر اوسه معلومه نه ده،چې په دغو بریدونو کې څوک په نښه شوي دي.

امریکا خبرداری ورکړی،هر هغه ډله به په نښه کړي،چې دوی او سرتېرو ته یې ګواښ پيښوي.

د امریکا ولسمشر دغه خبرداری وروسته له هغې ورکوي،چې د داعش ډلې له خوا پر کابل هوايي ډګر د پنجنشبې ماښام  غبرګو چادونو کې  د ۱۵ امریکايي سرتېرو په ګډون نږدې دوه کسان ووژل شول او له یو نیم سلو زیات ټپيان شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist