Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

امریکا د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي سره د امریکایي بندیانو خوشې کولو په اړه  خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/04

له تېرو درېیو کلونو راهیسې د امریکا پوځي او سیاسي چارواکي وخت ناوخته په خپلو څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکایي وګړي نیول د واشنګټن او کابل ترمنځ د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ دي او له سرپرست حکومت یې تل غوښتي، چې یاد امریکایي وګړي ژر تر ژره خوشې کړي.

تازه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وېډانټ پټېل ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د دوحې په ناسته کې یو ځل بیا د امریکایي وګړو پر خوشې کولو ټینګار کړی او دغه راز یې د سرپرست حکومت پر پلاوي فشار راوړی، څو امریکایي وګړي پرته له کوم قید او شرط خوشې کړي.

پټېل زیاته کړې:« د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوحې د تېرې ناستې په لړ کې د امريکايي وګړو خوشې کېدو له امله د افغانستان پر پلاوی فشار راوړی، څو امریکایي بندیان را خوشي شي. هو! دا ویلی شم، چې د واشنګټن دا غوښتنه همېشنۍ ده او په هر فرصت کې به يې له کوم قيد او شرط د امريکايي وګړو د خوشې کېدو يادونه کوي. توماس وېسټ او رینا امیري په دوحې ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دې اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.»

د سرپرست حکومت چارواکي هم تائیدوي، د دوو امریکایي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي له سرپرست حکومت سره بندیان دي.

د دوی په خبره، دوحې کې له امریکايي پلاوي سره د دوو امریکايي بندیانو په خوشې کېدو خبرې شوې.

که څه هم چارواکي د بنديانو د تبادلې په تړاو واضيح څه نه وايي، خو زیاتوي د ګوانتانامو په زندان کې د دوو بندي افغانانو خلاصون سرپرست حکومت ته ډېر مهم دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د امریکايي استازو سره  د خبرو پر مهال ځېنې موضوعات چې لا باقي پاتې، موږ تر بحث لاندې ونیول. دوه امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي، د هغوی خلاصون په اړه موږ له دوی سره مخکې هم بحثونه کړي ول، د افغانستان شرایط باید ومنل شي، په هغه شرط باندې موږ هم اتباع لرو، چې په امریکا کې بندیان دي، په ګوانتانامو کې بندیان دي، د هغوی پر وړاندې باید موږ خپل اتباع راخلاص کړی شو، که نه څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي، موږ ته افغانان مهم دي. موږ په دې اړه له هغوی سره بحثونه کړي، خو دلته هم لنډه اشاره وشوه، هلته وخت کم وه، نور موضوعات ډېر ول، د هغوی پخواني چینلونو له لارې به دې موضوع ته د حل لاره پیدا شي.»

په دې وروستیو کې د امریکا ملي امنیت دوو چارواکو (اېن.بي.سي) نیوز ته ویلي وو، چې د دغه هېواد دوه وګړي د سرپرست حکومت په بند کې دي.

یادو چارواکو زیاته کړې وه، چې ریان کوربېټ او یو تن چې تر اوسه یې بشپړ هويت نه دی څرګند شوی، افغانستان کې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي او بندیان دي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وایي، د کابل او واشنګټن د اړیکو پراختیا لپاره پکار ده چې دواړه هېوادونه د یو بل غوښتنې ومني، څو رسمي اړیکې پیل او دغه راز تعامل ته زمینه برابره شي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دوی باید په خپلو منځو  کې خپلې ستونزې حل کړي او افغانستان باید د دوی د سیاسي اهدافو قرباني نه شي. په دې ځېنو مسایلو کې سړی باید واقعیت ووایي، چې هم دا غربي نړیوال هېوادونه ، د ګاونډیو په ګډون او هم دا څه نظامونه چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تېروتنې یې ترسره کړي، اوس نو هغه وخت رسېدلی، وروسته له نیمې پېړۍ دوی په ښو او بدو باندې باید پوه شي، چې ښه څه دي او بد څه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې، د امريکا کانګرس بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال ویلي و، د هغو امریکایي وګړو د خوشې کولو هڅې دوام لري، چې د اسلامي امارت په بند کې دي او ټینګار یې کړی و، چې ډيموکراټان او جمهوري غوښتونکي په یوه خوله د سرپرست حکومت له لوري د امریکایي وګړو نیول او بندي کول د زغم وړ نه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist