Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: افغانستان سره بشري مرستې دوام کوي

admin by admin
2021/09/04

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت وايي، بشري مرستې به یې د افغانستان خلکو سره روانې وي او هغه خلک په افغانستان کې نه پریږدي،چې له دوی سره یې کار کړی دی.

یاد وزارت د امریکا ځانګړو ویزو غوښتونکو نیمایي هغه یې امریکا ته لیږدول شوي او په خبره یې  د تخلیې پر مهال یې دغه غوښتنې نه دي څېړلي.

د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس د د دغې  پروسې د کم رنګه کېدو پړه د ټرمپ پر ادارې اچولې او زیاته کړې یې ده،چې دوی دا پروسه  میاشت وړاندې لس برابره چټکه کړې وه.

پرایس زیاته کړه:« تاسو په دې هکله د بهرنیو چارو وزارت عمومي څار پایله لیدلی شئ، چې په کې ویل شوي،یاده پروسه کې  ۲۰۲۰ کال اوږدو کې لویې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې وې. د چارواکو ترمنځ همغږي موجوده نه وه او دې پروسې هم ۱۴ پړاوونه لرل، خو بیا هم د  ۲۰۲۰ زېږدیز کال مارچ میاشتې راهیسې د یوه کس انټرویو هم نه وه شوې.»

امریکا د افغانستان تر ټولو ستر متحد په توګه یوازنی هېواد دی،چې له افغاستانه یې تر دې دمه شااوخوا ۱۲۰ زره افغانان لیږدولي،خو وایي، نیمایي هغه کسان لا هم پاتې دي،چې د امریکا ځانګړو ویزو ته یې غوښتنه کړې ده.

بل خوا اروپایي هېوادونه که څه هم ډېری یې ویره لري،چې په هېوادونو کې به یې د افغان کډوالو شمېر زیات شي،خو ژمنه یې وکړه،چې د امکان تر بریده به افغانانو ته پناه ورکوي.

د یادې ټولنې بهرنیو اړیکو مشر جوسپ بورېل ویلي،له افغانانو سره دې د کډوالو په توګه نه بلکې دې د پناه غوښتونکو په توګه چلن وشي.

د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو مشر جوسپ بورېل وايي:« موږ باید چین، ترکیه، پاکستان، هند او روسیې ونډې ته ځانګړی پام وکړو،ځکه دغه هېوادونه په افغانستان کې له وضیعت څخه اغېزمن کېږي. موږ باید له سیمه ییزو هېوادونو سره کار وکړو. زه نه غواړم،چې دې خلکو ته د کډوالو نوم ورکړم،بلکې دا پناه غوښتونکي دي.»

بورېل د اروپایي ټولنې له غړو همداراز وغوښتل،چې د افغانستان اوسني واقیعت ته دې پام وکړي او له نوي حکومت سره دې د ښکیلتیا لپاره تعریف جوړ کړي.

بورېل زیاتوي:«د رسیمت پیژندنې سربېره موږ باید له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې ښکیل واوسو،لکه هغوی ته بشري مرستې رسول او د هغو کسانو اېستل،چې غواړي له افغانستانه ووځي. دا په اوس کې موږ ته تر ټولو اړین موضوعات دي.»

په بریتاینا کې هم لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، د افغان کډالو شمېر یې له تمې څو برابره زیات و او اړوندو ادارو ته یې امر کړی دی،چې د ژوند ټولې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

جانسن همداراز له طالبانو وغوښتل،هغو کسانو ته دې له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړي،چې غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist