Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

الکوزی: د روان حالت دوام به افغانان له لوی اقتصادي بحران سره مخ کړي

admin by admin
2021/08/30

د  افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې  غړی خان جان الکوزی وايي، له اوسني روان حالته  ویره لري او په خبرهر یې  که دوام وکړي، افغانان به له لوی اقتصادي بحران سره مخ شي.

په ورته وخت کې الکوزی  د نرخونو لوړیدو لامل د واک تشه، د بانکونو تړل، ګاونډیو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې محدودېدل او د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو لوړیدل بولي.

الکوزي زیاته کړه:«د دې بدلون پر اساس،اقتصادي ماشین،هغه شان چې وړاندې یې حرکت کاوه، اوس درېدلی او ماتې سره مخ شوی دی. تجارتي راکړه ورکړه هغه شان،چې اړېنه وه، اوس نه کېږي. لېږد رالېږد پر وخت نه ترسره کېږي. په سرحداتو او ګمرکونو کې فساد له منځه تللی دی او  اوس هغه ستونزه نه شته. همدارنګه اوس په ګمرکونو کار هم ډېر ژر خلاصېږي. » 

 الکوزی وايي، که نوی حکومت  اعلان نه شي، لیرې نه ده،چې افغانستان له لوی اقتصادي بحران سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: « زما هېله دا ده،چې ژر دولت جوړ او سیسټم فعاله شي. مسلکي کسانو ته زمینه برابره شي، ترڅو  بېرته راشي.»

اخوا سوداګر که څه هم خوښ دي،چې په بندرونو کې د فساد مخه نیول شوې،خو په خبره یې لا هم مسلکي کسان نه دي ګومارل شوي.

سوداګر طلا محمد اتمانزی  وايي:« افغانستان کې تاسې پوهېږئ،چې وړاندې  له هراته تر کابله پورې له یوه موټر څخه  له ۲۰  تر ۳۰ زره افغانۍ اخېستل کېدې. باج اخېستل کېده، رشوت وه. همدرانګه په بېلابېلو نومونو پارچې  او مالیې وې، چې په اخر کې راکنټرول شوي وو. که دغه اضافي مصارف کم شي، نرخنامه وټاکل شي، موږ هڅه کوو،خو که چېرې ډالر ښکته نه شي، هېڅ امکان نه لري،چې په نرخو کې ښه والی راشي.» 

سوداګر د نرخونو د بېرته ښکته کېدو لپاره له طالبانو غواړي،چې مالونه دې ورته نه محصول کوي، تر څو دوی په بازارونو کې خپل توکې په ټيټه بیه وپلوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist