Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوداګر: د پاکستان ویزو ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ یو

افغان سوداګر: د پاکستان ویزو ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

پاکستان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې افغانانو ته د وېزو پر ورکړې محدویتونه لګولي او ان ځينې وېزې يې پر افغانانو بندې کړې هم دي.

لګول شویو محدویتونو ته په کتو، یو شمېر ښځینه سوداګرې د پاکستان وېزې د غوښتنې پر مهال د رد ځواب ترلاسه کولو باندې نیوکې لري.

دوی وايي، د پاکستان ویزې ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له غوښتنې يې د څو مياشتې پر تېرېدو سربېره هم د رد ځواب ترلاسه کوي.

دوی زياتوي، اوس‌ مهال د پاکستان وېزه په تور بازار کې په شاوخوا زر امریکايي ډالرو پلورل کېږي.

افغان سوداګره هیله مایار وايي: « زه یوه متشبثه یم، غوښتل مې یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ازبېکستان ته لاړه شم، خو ما ته وېزه را نه کړل شوه. د بهرنیو هېوادونو وېزې په لوړه بیه او امریکايي ډالرو پلورل کېږي. د دغو وېزو لپاره باید درې څلور میاشتې انتظار وباسو. زه غواړم په پاکستان کې یو کوچنۍ شرکت پرانیزم خو د دې هېواد سفارت ویزه نه راکوي؛ ما درې ځلې د وېزې غوښتنه وکړه خو هرځل رد شوه.»

یوه بله افغان سوداګره ظریفه غفاري هم ورته شکایت لري او وايي: « د پاکستان وېزې په تور بازار کې پهر لوړه بیه معامله کېږي؛ که دولت همکاري وکړي دا به ډېر ښه شي.»

همدارنګه، یو شمېر هغه افغانان چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې او یا د خپلو کېسونو د پروسېس لپاره اړ دي چې پاکستان ته لاړ شي، په کور دننه د پرله پسې هڅو سربېره نه دي بریالي شوي چې د  پاکستان وېزه ترلاسه کړي.

دوی په داسې یوه حالت کې له غیرقانوني وېزو ګټنه مجبوريت بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د وېزو ستونزه له پاکستان سره په اساسي توګه حل کړي.

پاکستان کې مېشت افغان  نظر محمد خوږياڼیوال وايي: « لکه څرنګه چې تاسو هم خبریاست، د پاکستان په زندانونو کې د ښځو په ګډون زرګونه افغانان پراته دي. په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې پاکستان ته په وېزو راغلي خو د وېزو موده یې پای ته رسېدلې. سره له دې چې دغو کسانو د وېزو د تمدید لپاره غوښتنه کړې خو غوښتنه یې رد شوې او نیول شوي دي. موږ د افغانستان له اوسني حکومت غوښتنه کوو چې په دې اړه ګامونه پورته کړي.»

د پاکستان وېزه غوښتونکي وايي، اوسمهال د پاکستان د وېزو لپاره ډېری کېدونکې غوښتنې رد کيږي او دا کار د سیاحتي شرکتونو د پرځېدو او د تور بازار د غوړېدو لامل شوی.

کارپوهان غوښتنه کوي چې هېوادونه دې په کابل کې د خپلو سفارتونو له لارې خلکو ته د وېزې ورکولو له لارې دغه ستونزې حل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی همت وايي: « که د وېزو بیې ټیټې او اخیستل یې اسانه شي، هېڅوک به اړ نه وي چې جعلي اسناد جوړ کړي. د پاکستان حکومت باید له خپل سفارت څخه پوښتنه وکړي چې ولې یې ویزې دومره ګرانې کړې چې خلک جعل کارۍ ته مخه کړي.»

له بلې خوا، د بهرنيو چارو وزارت چارواکي د ملامتۍ ګوته پاکستان ته نیسي او وايي، د کډوالو په ګډون يې افغانانو ته د وېزو نه ورکولو ستونزې په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت له لارې د هغه هېواد حکومت ته خپل شکایتونه استولي خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

دوی هم غوښتنه کوي چې پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب اصل ته په پام، افغانانو ته د وېزو صادرول اسانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د وېزو، مهاجرت او تجارت په ګډون د افغانانو ټولې ستونزې شریکې کړې دي. که څه هم پاکستاني لوري څو ځله د ستونزو د هواري ډاډ راکړی خو له بده مرغه لاهم په دې برخه کې ستونزې شته؛ هیله ده دغه ستونزې هوارې او افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې رسنيو راپور ورکړ چې نهه تنه افغان اتباع د کراچۍ په هوايي ډګر کې د جعلي طبي اسنادو لرلو په تور نیول شوي دي.

په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې ويل شوي، دغو افغان اتباعو غوښتل له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist