Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت دوحه کې د هوکړې لاسلیک غونډه کې ګډون نه کوي

admin by admin
2020/02/26

د طالبانو او امریکایانو تر منځ لاسلیک کېدونکې هوکړې ته افغان حکومت نه ور بلل کیږي.

دوحه کې د هوکړې د لاسلیک لپاره چمتوالی روان دی او لږ تر ۲۵ هېوادونه او ۵ سازمانونه ور بلل شوي دي.

افغان حکومت وايي، یاده غونډه دوی پورې تړاو نلري نو له همدې امله په کې ګډون نه کوي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د هوکړې د لاسلیک لپاره اېښودل شوی شرط مثبت لوري ته روان دی.

دوحه کې طالبان او امریکایان د هوکړې د لاسلیک لپاره د غونډې جوړیدو په تابیا لګیا دي.

دې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو او د ۵ سازمانونو استازي وربلل شوي او دغه راز یو شمېر افغان سیاسیونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

طالبان افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه ورکوي او ارګ هم تاییدوي چې دوی په غونډه کې ګډون نه کوي.

په پام کې ده چې هوکړه راتلونکې شنبه لاسلیک شي، خو د سولې د تېرو غونډو ګډونوال وايي، تر اوسه دوی ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورستیو خبرو کې ویلي چې د طالبانو او دوی تر منځ به هوکړه په ټاکل شوې نیټه لاسلیک شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې وویل  ((موږ د سولې په برخه کې یوه تاریخي فرصت ته رسیدلي یوو، دا اسانه نه ده چې تر لاسه شي خو باید له داسې شېبو ګټه پورته کړو. موږ اوس مهال د تاوتریخوالي د کمېدو په اوه ورځنۍ موده کې یاستو. دا د فیبرورۍ په ۲۲مه نېټه پیل شوه. دا په ۱۹ کلنه جګړه کې لومړی ځل دی چې اوه ورځنی بریالی اورکم کیږي. که دغه موده بریالۍ شي نو موږ به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې د روانې فبروري میاشتې په ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسلیک کړو.))

د طالبانو او امریکایانو د څه باندې یو کال خبرو د وروستۍ هوکړې لاسلیک لپاره د نوي ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم هم ځنډول شوي او د هوکړې تر لاسلیک وروسته بین الافغاني خبرو ته لار هواریږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist