Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د بیان ازادۍ برخلیک په اړه  اندېښنې راپورته شوي

admin by admin
2021/08/28

پر کابل د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا ګڼ خبریالان له افغانستانه د ژوند نه خوندیتوب له وېرې بهر تللي او یا یې هم ژورنالستیک فعالیتونه درولي.

یو شمېر افغان خبریالان نیوکه کوي،چې ګنې د ښار په بېلا بېلو برخو کې د رپوټ جوړولو پرمهال وهل شوي، ګواښل شوي او آن د مرګ خبرداری ورکړل شوی دی.

خو د سیاسي چارو  شنونکو په باور طالبان د بیان ازادۍ ته ژمن دي او هغوی کابل ته د راتګ په لومړیو ورځ کې مطبوعاتو ته د ازادۍ ورکولو ژمنه کړې.

 د  دوی پر باور طالبان باید پر هغه څه عمل وکړي،چې رسنیو سره یې ژمنه کړې ده. 

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن  حسن  وايي:« طالبان،چې کابل ته راغلل، له  مجاهد م و  په څو خبري کنفرانسونو کې دا خبره اورېدلې،چې دوی مطبوعاتو ته ازادي ورکوي.البته د یوه ملي تعرف شوي سیاست له مخې،چې دوی به یې بیا حتما د حکومت جوړولو په لړ کې اعلان کړي.» 

 له بل لوري د طالبانو فرهنګي کمېسیون ویلي،دوی افغان خبریالانو ته د کار کولو نوی چوکاټ جوړ کړی دی. 

طالبان وایې، هغه ژورنالستان،چې رپوټونه کوي،لومړی به له فرهنګي کمېسیون سره ګوري او بیا به اجازه لیک ترلاسه او کار  پيل کړي.

د فرهنګي کمېسیون سکرتر بلال کریمي وايي:«  په دې اړه باید ووایم،چې موږ خبریالانو د رسنیو پر سطحه یو اجازه لیک ورکوو. نو هر خبریال کولای شي،چې د یوې رسنۍ پر استازي راشي او له موږ اجازه لیک ترلاسه کړي. انشاء الله بیا به دوی ته کومه ستونزه نه وي. دوی چې کله بیا هرې سیمې ته ځي،  د اطلاعاتو او فرهنګ اجازه لیک به ورسره وي. دوی سره بیا برخورد نه کېږي.»  

شنونکي په دې باور دي،چې ژرونالستان بې طرفه خلک دي او  یوازې د حقایقو او مالوماتو د رسولو دنده پر غاړه لري.

 دوی له اوسني حکومته غواړي،چېژورنالستانو ته دې کاري چاپیریال برابر او د دوی د کارونو د خنډ او ځنډ سبب دې نه جوړېږي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«خبریالان ډېر بې پرې، بې غرضه او مظلوم خلک دي او تل یې د افغانستان د خلکو غږ پورته کړی دی، که دا د جمهوریت په لور کې ول او که د طالبانو په خوا کې ول.» 

طالبانو ویلي دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ کولای شي،په ډاډه زړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د اګسټ پر ۱۵ طالبان د افغانستان پر جغرافیې حاکم شول،چې ورسره ګڼ برخو کې بدلونونه راغلل،یو څه چې له دغه بدلون متاثره شول، د بیان ازادي بلل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist