Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ۵۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ۵۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت اړوند د څو موخیزه ښوونیز مرکز څخه ۵۰ تنو له حرفوي او مسلکي زده ‌کړو د فرغت سندونه ترلاسه کړل.

مسوولین وایي، فارغو شویو کسانو د ګرځند ټیلفونونو، کمپیوټر، یخچال، اې ‌سي او نورو تخنیکي وسایلو د ترمیمولو په برخه کې درې ‌میاشتنۍ عملي او مسلکي زده ‌کړې ترلاسه کړې چې اوس یې په مرسته کولی شي کوچني کاروبارونه او اقتصادي ملاتړ لپاره فرصتونه برابر کړي.

د ځوانانو معینیت اړوند ښوونیز مرکز رییس نعمت‌الله عنایت وايي: « په دې پروګرام کې چې نن موږ او تاسو حضور لرو، پنځوس تنو د درېیو میاشتو په موده کې خپلې زده کړې ترسره کړې. په دې درېیو میاشتو کې یادو ۵۰ تنو زده کوونکو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ د لارې کرایه، قرطاسیه او خام مواد هم ورکړل شول. همدارنګه دغو ټولو کسانو ته د کار وسایل هم اخیستل شوي دي.»

د یاد مرکز ښوونکي فارغو شویو کسانو ته د مسلکي او حرفوي زده ‌کړو درې ‌میاشتنۍ عملي دورې بشپړلو د مبارکۍ ترڅنګ وایي، ځوانان باید د ترلاسه کړیو زده ‌کړو په مرسته د ورځنۍ ټکنالوجۍ مطابق خپلې چارې پر مخ یوسي.

د ځوانانو معینیت اړوند ښوونیز مرکز ښوونکی         عبدالواسع جامي وايي: « دغه ځوانان نه باید په ترلاسه کړیو زده کړو بسنه وکړي، باید د ټکنالوجۍ له پرمختګ سره دوی هم پرمختګ وکړي.»

بله ‌خوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د ځوانانو د ملاتړ او عملي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوي او په خبره یې، په خپل ټول توان چمتو دي چې ځوانانو ته د مناسبو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت د برنامو د تنظیم رییس حضرت‌الله شریفي وايي: « د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مختلفې برنامې لري. موږ دا ډول مرکزونه په شپږو زونونو کې لرو او هره میاشت سلګونه ځوانان ترې فارغېږي. دا نو اوس د ځوانانو مسوولیت دی چې ټولنې ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.»

له مسلکي زده کړو فارغ شوي کسان بیا د حرفوي زده ‌کړو د دې لړۍ ستاینې ترڅنګ له حکومت او اړوند بسپنه ‌ورکوونکو ادارو څخه د ورته برنامو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

له مسلکي زده کړو فارغ شوی نظیف‌الله وايي: « زه ژمنه کوم هغه څه چې مې دلته زده کړي، د خلکو په خدمت کې ترې ګټه واخلم.»

له مسلکي زده کړو فارغ شوی شعیب‌ احمد وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې دا ډول پروګرامونه لا زیات کړي، ترڅو خلک له وزګارتیا وژغورل شي او هم د خلکو خدمت وشي.»

د یادونې وړ ده چې د ځوانانو څو هدفي ښوونیز مرکز، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت او همکارو بسپنه ‌ورکوونکو ادارو له لوري د هېواد په ۶ زونونو کې فعالیت پیل کړ چې تر دې دمه زرګونه کسانو له دې مرکزونو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر سربېره، په بېلابېلو برخو کې د حرفوي او مسلکي زده ‌کړو فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist