Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اشرف غني د دویم ځل لپاره منتخب ولسمشر اعلان شو

admin by admin
2020/02/18

ولسمشر غني د پنځه کلونو لپاره منتخب ولسمشر اعلان شو.

ټاکنو کمېسیون بلاخره وروستۍ پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې د پنځه کلونو لپاره د خلکو د رایو په اساس د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان کړ.

د دولت جوړوونکي ټیم مشر اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رای وړي چې پنځوس جمع یو پوره کیږي.

عبدالله په ترتیب سره دویم او ګلبدین حکمتیار دریم ځای لري.

د ټاکنو د نهايي پاېلو له اعلان وروسته ولسمشر غني خپلو پلویانو سره خپله بریا ونمانځله او ملت ته یې وینا وکړه.

ولسمشر غني وویل، ولسونه پر جمهوریت باور لري او ټول هغه  پلانونونه یې شنډ کړل چې د جمهوریت پر وړاندې جوړ شوي وو.

جمهور رییس غني، له خلکو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې ګډون وکړ او دولت ساز ټیم ته یې بیا د کار او خدمت فرصت ورکړ.

ولسمشر په خپله وینا کې سوله لومړیتوب یاد کړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکی دی.

ولسمشر په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي او د انتخاباتو له لارې دې واک ته ځان ورسوي.

له دې سره د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې د ټاکنو ګټونکی خپل ځان اعلان کړ.

عبدالله عبدالله د ټاکنو نهايي پاېلو اعلان رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې په پاکو رایو یې ټاکنې ګټلي او همه شموله  حکومت به تشکیل کړي.

نوموړي له خپلو پلویانو هم وغوښتل چې له خپلو رایو دفاع وکړي او د ټاکنو  پاېلې ونه مني.

د ټاکنو نهايي پاېلو کې عبدالله عبدالله نهه دېرش سلنه رای وړي دي.

د ټاکنو له اعلان وروسته طالبانو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې ناقانونه ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر په توګه د اشرف غني بیا ځلې ټاکنه مشروعیت نه لري او د سولې بهیر له محتوا سره په ټکر کې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist