Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: د پاکستان بریدونو ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي

اسلامي امارت: د پاکستان بریدونو ته به مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د پاکستان پوځي رژيم له لوري پر افغان خاوره تازه بريدونو او اوربند ماتولو د اسلامی امارت سخت غبرګون راپارولې او ګواښ یی کړی چې دا بريدونه به بې ځوابه نه پرېږدي.

حکومت پر اوربند سربېره د پاکستان پوځي رژيم دا بريدونه جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو خلاف ګڼلي او زياته کړې يې ده چې له دې بې پايلې بريدونو سره پاکستان خپله ناکامي په روښانه توګه ثابته کړه.

په دې اړه د حکومت په اعلاميه کې ويل شوي، تازه بريدونو د کابل او اسلام‌اباد په اړيکو لا ترينګلتيا خطر رامنځته کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « د پاکستاني پوځيانو دا ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاسته ‌راوړنه نه ده بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایي او ناکامي پرته، بله پايله نه شي لرلی. د افغانستان اسلامي امارت دا سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.»

په ورته مهال، دا بریدونه په کوردننه او نړیواله کچه غندل شوي او پر افغان خاورې د پاکستان پوځي رژیم تېری یې له ټولو نړيوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړی.

پخواني امریکايي ډېپلومات زلمي خلیلزاد ویلي، د ملکي وګړو په نښه کول او د لویې جګړې د پیلولو خطر په ځان منل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل نه دی.

نوموړي چې د ترینګلتیاوو  مخنیوي لپاره یې له دواړو لوریو د زغم او رښتینې ډېپلوماسۍ غوښتنه کړې، تمه یې ښودلې چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی به اسلام‌اباد او ښايي کابل ته سفر وکړي او پر داسې یو تړون کار وکړي چې پر یو بل د بریدونو مخنیوي په کې تایید شي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: « زه دا بریدونه غندم. هغو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګندوم چې عزیزان یې له لاسه ورکړي. د ملکي خلکو وژل او د لویې جګړې د رامنځته کېدو خطر لوړول د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی. زغم لرونکې او واقعي ډېپلوماسي تر ټولو ښه لاره ده. راپورونه ښيي چې د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی به ژر اسلام‌اباد او شاید کابل ته سفر وکړي، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د داسې یو تړون لپاره هڅه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د داسې ډلو یا افرادو له خوا وکارول شي چې د یو بل امنیت ته ګواښ پېښوي.»

خلیلزاد د راپورونو په حواله داهم ویلي چې د ترکیې په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو مخنیوي او سرغړونو ته د رسېدنې لپاره به د څار یو دفترهم جوړ شي.

د دې ترڅنګ، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خوست، کونړ او پکتیکا کې د عامو خلکو په نښه کول د پاکستان پوځي رژیم د هغو تخریبي او دښمنانه پالیسیو برخه ګڼلې چې په مکرره توګه یې کارولي دي.

کرزي پاکستاني رژیم ته خبرداری ورکړی چې له داسې چلن لاس پر سر شي او د دغو تېریو پایلې دې په پام کې ونیسي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: « له پاکستان غواړم چې له افغانستان سره پر بین المللي اصولو او د ښه ګاونډيتوب پر بنا اړیکې خپلې کړي. عاقبت اندېشي دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرارولو دې ډډه وکړي.»

دغه راز، د جمهوری حکومت ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه بریدونه غندلي او د سولې او ډېپلوسۍ له لارې یې د ترینګلتیاوو پر حل ټینګار کړی.

عبدالله عبدالله زیاته کړې: « د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقضول، پر خوست، پکتیکا او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه او په کې د ملکي وګړو هدف ګرځول غندو. هر ډول پوځي تحرکات او بریدونه د حل لاره نه ده بلکې د ثبات د تامین او د ستونزو حل اساسي لاره خبرې اترې دي چې باید په لومړیتوب کې ونیول شي.»

له دې غبرګونونو سربېره، په کوردننه ګڼو مطرحو څېرو او سیاستوالو هم په کونړ ، خوست او پکتیکا کې تېره شپه د پاکستاني رژیم هوايي بریدونه غندلي او اسلام اباد یې په سیمه کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره د لوېدیځو هېوادونو پروژه  بللې.

له دې بمباریو سره د پاکستان پوځي رژیم د اوربند د دوام لپاره د قطر او ترکیې په منځګړیتوب کړې ژمنه هم ماته کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist