Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو

اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو ترڅنګ، د سیمه‌يیز وضعیت او پرمختګونو  په اړه ټیلفوني خبرې کړې.

د دې وزارت مسوولین وايي، امیرخان متقي په دې ټیلفوني اړیکه کې د سیمه‌يیزو همکاریو او ناستو په اړه د اسلامي امارت پر دریځ چې پر سیمه‌يیز ټيکاوو ولاړ دی، ټينګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو او سیمه‌ییزو غونډو دایرېدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پر دریځ د ټینګار تر څنګ وویل چې د ثبات ساتل او د سیمه‌ییزو همکاریو لا زیات پیاوړي کول د افغانستان لپاره یو مهم لومړیتوب دی.»

له دې سره هم مهاله د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، د اوکراین جګړې، په منځني ختیځ او افغانستان کې د روان وضعیت په  اړه یې له روسي چارواکو سره خبرې کوې.

نوموړي په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، هند د سولې لپاره وروستۍ نړیوالې هڅې ستايي او دې هدف ته د رسېدلو لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ د ګډو هڅو ملاتړ کوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر زیاته کړې: « هند او روسیه د نړۍ پېچلي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریکوي چې په کې د  اوکراین جګړه او د منځني ختیځ او افغانستان وضعیت شامل دي.هند د سولې لپاره د وروستیو نړیوالو هڅو هرکلی کوي او هيله لري چې دې موخې ته درسېدو لپاره ټول اړخونه رغنده رول ولوبوي. د جګړو پای ته رسېدل او ثبات د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.»

شنونکي د نړۍ ختیځ او لوېدیځ بلاکونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا او ټکر ته په اشارې وايي، لوېدیځ ایتلاف د خپلو ختیځو سیالانو د کمزوري کولو لپاره سیمه‌يیز ټیکاو ننګوي. د دوی په خبره، اوسمهال چین، روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د پیاوړي سیمه‌يیز ثبات ملاتړ کوي، خو لوېدیځ هېوادونه یې له منځه وړلو په هڅه کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « چین روسیه او هند له پاکستان پرته غواړي چې د خپلو هېوادونو لپاره سوله او امنیت تأمین کړي. د همدې لپاره روسیې ته د هند بهرنیو چارو وزیر تګ په خیر دی. همدارنګه هند په هر ډول حالاتو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هند، چین، روسیه، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه او دغه راز عربي هېوادونه غواړي چې یو شرقي بلاک رامنځته کړي. دوی په دې اړه بحثونو کې موندلې چې افغانستان ډېر مهم دی، ځکه له افغانستان پرته د شرقي بلاک جوړېدل نا شوني دي.»

هند او روسیه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان له حکومت سره یې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفارت کچې ته لوړې کړې دي او د افغانستان اقتصادي ملاتړ لپاره يې له کابل سره داړیکو پرلا پیاوړتیا ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist