Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/18

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر  ولاديمر نوروف وايي،په جولای میاشت کې به په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو یو ستر نړیوال کنفرانس جوړ شي،چې د سیمې امنیتي مسایل،سیاسي ثبات، ټولنیزه او اقتصادي پراختیا به هم په کې د اجنډا مهمه برخه وي.

نوروف وايي، د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین د سیمې امنیت ګواښي او نړیوالې ټولنې له دغه هېواده خپل پام اړولی دی.

نوروف پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،چې د افغانستان د راتلونکې په تړاو دې خپل مسوولیت ادا کړي او د ستونزو د حل لپاره دې له افغانانو سره خپلو اغیزمنو مرستو ته دوام ورکړي. 

هغه زیاته کړه:« ټاکل شوې ده،چې تاشکند به د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو د یو ستر نړیوال کنفرانس کوربه توب وکړي.د دې کنفرانس موخه به د سیمې امنیتي مسایل،سیاسي ثبات، ټولنیزه او اقتصادي پراختیا وي،خو په افغانستان اقتصادي بحران او ناسم بشري وضیعت د سیمې ثبات او امنیت ګواښي، نو باید نړیوال ټولنه د افغانستان په تړاو خپل مسوولیت ومني او د دغو ستونزو د حل لپاره دې له افغانستان سره خپلو اغیزمنو مرستو ته دوام ورکړي.»

کارپوهان بیا داسې کنفرانسونه د افغانستان د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره ګټور ګڼي،خو زیاتوي،له سیمې سره په تعامل کې د ښکیل کېدو لپاره افغانستان هم باید ځینې شرایط پوره کړي.

د دوی په باور حکومت باید له سرپرستې ادارې پر دایمي بدل شي،اساسي قانون  او د دولت بڼه دې اعلان شي او همداراز دې سیمې ته د افغانستان د سیاسي ثبات ضمانت ورکړل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« د سیمي اړوند کنفرانسونه د بیلګې  په توګه لکه اوس چې په ازبکستان کې کوم کنفرانس کیږي،دا نه یوازې  د افغانستان له سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ټیکاو سره مرسته کوي،بلکې له سیمې سره  هم مرسته کولای شي،خو د دې کنفرانسونو د ګټې اخیستنې لپاره باید ځینې شرایط موږ پوره کړو،یو له مهمو شرایطو دا دی،چې له سرپرستې ادارې څخه واوړو، دایمي ادارې ته خپل دولت تعریف کړو، اساسي قانون رامنځ ته کړو،سیاسي اجماع ولرو او په لویه کې د

افغانستان د سیاسي ثبات ضمانت سیمې ته ورکړو، ترڅو سیمه وکولای شي، موږ سره تعامل کې ښکیل شي.»

ځينې بیا په دې اند دي،چې دغه ډول ناستې  بې ګټې دي او د اوسنیو ستونزو د حل لار حاکمو مشرانو سره ده،چې باید له نړۍ سره د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې تعامل ته لاړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا څه غونډې،چې تر نن ورځې پورې د سیمې او هېواد او یاهم د ګاونډیو له خوا نه  زموږ د هېواد په هکله ترسره شوي دي،هیڅ کومه مثبته پایله یې نه درلوده.د ازبکستان ناسته به هم بې ګټې وي.زموږ د هېواد د ستونزو د حل لار د طالبانو په لاس کې ده،هغه داده،چې دوی په هر شکل سره چې کیږي، باید د نړیوالوغوښتنې ومني او د ولس مشروعیت ترلاسه کړي.»

له دې وړاندې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان په تړاو ناستې شوي،چې په ځینو کې یې د افغانستان د نوي نظام استازو ګډون هم درلود او هغه مهال ګټورې یادېدې،خو له ګټو یې لا هم عام افغانان نه دي برخمن شوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist