Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده‌ کړو پر ملاتړ ټینګار کړی

اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده‌ کړو پر ملاتړ ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د افغان نجونو او ښځو له زده کړو پر خپل ملاتړ ټينګار کړی.

دغې استازولۍ د نارنج نړۍ تر سرلیک لاندې د نړيوال کمپاين پيلېدو په مناسبت چې موخه يې د ښځو خونديتوب دی، «زده کړې د ټولو لپاره» د زیانګاللو کمولو کلۍ ياده کړې ده.

اروپايې ټولنې د زيان کمولو ترڅنګ د نجونو زده کړې د دوامداره تاوتريخوالي مخنيوي لپاره هم حياتي او اړينې ګڼلې دي.

په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي: « موږ یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زده ‌کړو ملاتړ کوو. اروپایي ټولنه باور لري چې زده کړې د ټولو لپاره نه یوازې د زیانمنیتا د کمولو کلۍ ده بلکې د یوه باثباته، له تاوتریخوالي او زیان څخه خوندي راتلونکي جوړولو لپاره هم بنسټ ګڼل کېږي.»

دا ټولنه په داسې وخت کې د نجونو د زده ‌کړې پراهمیت ټینګار کوي چې نجونې له شاوخوا څلورو کالونو راهيسې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي.

یو شمېر نجونې هم یو ځل بیا له اسلامي امارت غواړي چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د تعليم او تحصيل اجازه ورکړي.

محصله لینا ایوبي وايي: « زه په لوړ غږ له نړیوالې ټولنې او خپل دولت غواړم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي. تحصیل د هر انسان مسلم حق دی، په ځانګړې توګه زموږ نجونو چې په ډېره لېوالتیا او هیلو سره غواړو د ځان او هېواد راتلونکی جوړ کړو.»

یوه افغانه زده کوونکې وايي: « څلور کاله کېږي چې زموږ د ښوونځیو دروازې بندې دي او موږ له درسونو څخه وروسته پاتې یو. له حکومت څخه غوښتنه کوو چې ژرترژره د نجونو ښوونځي بېرته خلاص کړي او اجازه راکړي چې موږ هم درس ووایو.»

که څه هم اسلامي امارت تازه د نجونو زده کړو په تړاو څه نه‌ وایي، خو په تېر کې يې ویلي چې د دوی پر زده کړو محدوديت به تر هغې دوام وکړي چې اړین شرایط برابر او وضعیت ښه شي.

شنونکي بیا د نجونو زده ‌کړې له نړیوالې ټولنې سره د سیاسي تعامل لپاره مهمې بولي او وایي، که په دې برخه کې ګامونه پورته شي، ښایي نړۍ له اسلامي امارت سره سیاسي تعامل ته را وړاندې شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « له اسلامي امارت څخه د اروپايي ټولنې دا غوښتنه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او دغه راز ښځو ته د کار حق ورکړي، دا یوازې د اورپايي ټولنې غوښتنه نه ده بلکې د افغانستان د غوڅ اکثریت خلکو غوښتنه ده.»

له دې وړاندې یونیسف خبرداری ورکړی و چې که د نجونو پر زده کړو لګول شوی محدوديت تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، څلور میلیونه نجونې به له زده کړو بې برخې پاتې شي.

اروپايي ټولنې پخوا هم نجونو او هلکانو ته په برابره توګه د زده کړې پر اړتیا ټینګار کړی و او دا یې د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ او سوکالۍ لپاره یو مهم فکټور ګڼلی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist