Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره به مو اړېکې د شرطونو پر اساس وي

admin by admin
2021/09/05

اروپايي ټولنه  وايي، له طالبانو سره به یې اړیکې د شرطونو پر اساس وي او که خپلې کړې ژمنې عملي کړي، اړیکې ورسره پالي.

 له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول، بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ژمنتیا د نړیوالو مهم شرطونه دي.

اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزیپ بورېل وايي: «موږ به د هغوی د راتلونکي چلند په اړه پریکړه وکړو. موږ به وګورو چې راتلونکی افغان حکومت څومره افغانستان ته ژمن دی او څومره ډاډ راکولای شي، چې د نورو هېوادونو د ترهګرۍ صادرکوونکی هېواد نه شي. بل دا چې دوی ټولو بشري او د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي.»

بورېل همدا راز افغانستان کې د بیان ازادۍ پر ساتلو ټېنګار وکړ او د رسنیو فعالیت یې د خپلو شرطونو په کتار کې راوستی دی.

اخوا د امریکا متحده ایالتو هم ټیېګار کړی، هغه مهال به له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي، چې  هغوی کړې ژمنې عملي کړي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیاله جېن ساکي وايي: «موږ غواړو،چې دا ډېر په وضاحت سره ووایو. موږ د طالبانو پر خبرو نه بلکې د هغوی پر اعمالو قضاوت کوو. موږ له نړیوالې ټولنې سره له نږدې کار کوو، چې ګام په ګام له افغانستان سره ګډه همکاري وکړو. زموږ بشري مرستې او نورې هر ډول مرستې په دې مشروطې دي چې موږ پر هغوی ډاډمن شو.»

بل پلو چین بیا په افغانستان کې له راتلونکي حکومت سره د اړیکو لپاره د اوږد مهاله سولې او امنیت شرط ایښی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبین وايي: «موږ هېله لرو چې په افغانستان کې وضعیت بېرته نورمال شي. که طالبان له نړیوالو سره ښې اړیکې پالل غواړي، باید د ټیکاو او دوامداره امنیت ساتلو لپاره هڅې زیاتې کړي.»

دغه هېوادونه داسې مهال له افغانستان سره خپلې راتلونکې اړیکې تر شرطونو محدودوي، چې د طالبانو د سیاسي رهبرۍ غړو په دوحه کې له هند سربېره د یو شمېر هېوادونو استازو سره جلا لېدنې کړي دي.

ویل کېږي چې د اسلامي امارات د یوه منظم حکومت نه اعلان هم د دې لامل شوی دی، چې نړۍ ورسره د ډیپلوماټيکو اړیکو په تړاو څرګنده دریځ ونه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist