Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپايي ټولنه: طالبان هڅوو، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي 

admin by admin
2021/09/07

اروپايي ټولنه وايي، طالبان هڅوي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او که  له دوی سره کړي ژمنې عملي کړي، راتلونکي حکومت کې به ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي پلاوي مشر اندرېس ون  وايي:« زه فکر کوم، چې اوس موږ همدا غواړو، چې طالبان دې ته وهڅوو، چې هغوی خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او که مو له هغوی سره د یوه ښه اسلامي حکومت په جوړولو کې مرسته کوله، بیا به په دې برخه کې هم همکاري وکړو.»

طالبانو ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له سپارل کېدو سره لوېدیځ هېوادونه له افغانستانه د خپلو اتباعو او افغان کارکوونکو پر اېستلو ټېنګار کوي.

اخوا یو شمېر اروپايي هېوادونو بیا خبرداری ورکړی، که طالبان د هغوی د وګړو او همکارانو د اېستلو اجازه ورنه کړي، بندیزونه به پرې ولګوي.

د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي:« موږ به هره هڅه وکړو، چې خپل خلک له افغانستانه خوندي ځای ته ولېږدو. موږ د همدې لپاره اړ یو، چې اوس همدې دریځ ته ادامه ورکړو او له نړیوالو همکارانو سره ګډ کار وکړو. که داسې ونه شي، موږ ته نورې لارې زده دي. موږ پر طالبانو اقتصادي، ډیپلوماټيک او نور فشارونه هم راوړلای شو.»

بل لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا ویلي، د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو په تړاو پرېکړه کول اوس هم د امریکا لپاره اوږد واټن ته اړتیا لري.

 له دې سره ټوني بلیر، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ د پرځېدو پر مهال د بریټانیا لومړی وزیر و، وايي د  افغان ولس اوسنۍ غوښتنه د طالبانو نظام نه دی.

بلیر زیاتوي:« دا د افغانانو انتخاب نه و. په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې چې ټولپوښتنه شوې وه، ۴ سلنه خلک د طالبانو پلویان ول. هغوی دا هرڅه د ټوپک په زور نیولي دي.»

اخوا هند ویلي، د طالبانو د حکومت په تړاو دریځ څرګندول یې د سیمې سټراټیژیکو حالاتو او راتلونکي ته پریښي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ټینګار کوي، چې له نړیوالو سره د هغوی پر شرایطو ولاړې اړیکې نه مني. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist