Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر: موازي حکومتونه د زغم او منلو وړ نه دي

admin by admin
2020/02/17

وحدت اسلامي او جنبش ګوندونو د موازي حکومت جوړولو خبرداری ورکړ.

د ولسمشریزو ټاکنو دوه سیال ټیمونه چې اوس بري او ماتې ته ساعتونه شمېري، وروستیو پایله له اعلان وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم خبرداري ورکوي، خو دولت جوړوونکی ټیم بیا غلی دی.

داسې ښکاري چې ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان بیا له جنجال سره مخ دی.

د ثبات او همپالنې ملاتړو درې سیاسي ډلو چې کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او جنرال دوستم یې مشري کوي په جلا پیغامونو کې خبرداری ورکړی که د ټاکنو کمېسیون ددوی د غوښتونو سره سمې پایلې اعلان نه کړي، نو د عبدالله عبدالله په مشرۍ به یو بل حکومت اعلان کړي.

د حکومت اجرایه مشر دې خبرداري ته قوت ورکړ چې د رڼو ټاکنو پرته د پایلو اعلان نه مني.

عبدالله عبدالله داسې وویل (( ثبات او همپالنې ټیم خپل تصمیم نیولی دی او پرېکړه مو روښانه او واضیح ده. موږ ته د ټاکنو رڼې پاېلې د منلو دي زموږ دریځ واضیح دی که د ټاکنو پاېلې رڼې او مشروع نه وي په هیڅ صورت موږ ته د منلو نه دي.))

دا خبرداری د ۲۰۱۴ کال جنجالي پړاو ته ورته دی چې د پایلو د نه منلو پرسر عبدالله عبدالله ګواښ وکړ چې خپل حکومت اعلانوي، خو وروسته د نړیوال فشار په پایله کې د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو هغه نا متجانس جوړښت چې ولسمشر غني په کې خپله پنځه کلنه دوره په جنجالونو تېره کړه.

د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار حنیف اتمر بیا په اوسني وضعیت کې د موازي حکومت اعلانول د زغم وړ نه بولي او د پایلو منلو باندې ټینګار لري.

محمد حنیف اتمر داسې وویل (( اوس چې دوی انتخابات کړي دي چې هر څومره رایه کارېدلې باید چې په صداقت یې نتیجې ته  ورسوي او پاېلې ومني، قانون رعایت کړي او درغلي په کې ونه کړي. دویمه مسله دا چې که ځینې وايي دا نظام نه منو او موازي حکومت جوړوو دا د منلو وړ نه ده. موږ یوه لاره لرو چې په اتفاق سره به ژوند کوو او دا نظام به ساتو. افغانستان کې د کورنیو جګړو پیلوول او د دوه حکومتونو جوړول نه د افغانستان ملت ته د زغم او منلو ده او نړیوالو ته. نو بناً زموږ سیاسیون دې دداسې څرګندونو نه ډډه وکړي.)) 

د خبرداریو او ګواښونو پخوانۍ تجربه داده چې عبدالله عبدالله په حکومت کې لویه برخه واخیسته، د ملي یوالي حکومت له دوه مشرانو جوړ شو او ټاکنو کټونکی او بایلونکی نه درلود.

له حکومت جلا سیاسي ډلې بیا د سولې وروسته حکومت ته انتظار کاږي چې ټولې خواوې په کې شاملې وي.

افغانان د ملي یوالي په نوم حکومت څخه ښه خاطره نه لري او بیا ښایي داسې یو حکومت ته زړه ښه نه کړي چې یوازې جنجالونه او خپلنمنځۍ ناندرۍ په کې روانې وي او د دوی ژوند په کې مخ پرځوړ روان وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist