Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د حنا رباني کهر پر مشرۍ یو پاکستانی پلاوی نن کابل ته راځي

د حنا رباني کهر پر مشرۍ یو پاکستانی پلاوی نن کابل ته راځي

أفضل طريقة لدفع لحظة جميلة هو التمتع بها.

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/22

ټاکل شوې ده،چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر پر مشرۍ یو پلاوی نن سه شنبه د «۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر ۸ مه» کابل ته راځي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دغه سفرپرمهال به د دواړو هېوادونو چارواکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ رامنځ شوې بې باورۍ او همدا راز ولسونو ته د راتګ پر اسانتیاو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.

پاکستانی خبریال طاهرخان وايي:« پلاوي کې به ورسره د ځینو وزارتونو چارواکي هم وي،ډېرې مسلې دي، یو خو دا چې د پاکستان او اسلامي امارت د حکومت ترمنځ د بې باورۍ خبره ده،چې شته ده،د هغې لرې کوله، ځکه په پوله باندې څه واقعات چې شوي ول،بیا ډرون  برید چې شوې وه،په جولای کې ځینې طالبانو مشرانو ویلي،ډرون له پاکستان نه راځي د خلکو د تګ راتګ او اقتصادي مسایلو په اړه  به په دې سفر کې بحث او خبرې وشي.»

کارپوهان وايي،تردې مهاله پاکستان د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی  او افغانان پرپاکستان باور نه لري،ځکه دغه هېواد په افغانستان د خپلو ګټو په لټه کې دی.

دوی وايي، کابل ته د پاکستان حکومت د دغه پلاوي سفر هم نمایشي بڼه لري ا و اسلام اباد غواړي،چې نړۍ ته داسې وښي،چې له کابل سره نږدې اړیکې لري.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« د حنا رباني سفر افغانستان ته یو نمایشي سفر دی او غواړي نړیوالو ته وښي،چې موږ له  افغانستان سره ښې اړیکې لرو او هلته سفرونه کوو. واقعیت دادی، چې افغانان څنګه کولی شي،چې د دوی په دې خبرو باور وکړي،چې پاکستان تر اوسه پورې د طالبانو حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی او په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی .»

ځینې نور بیا وايي، ګاونډی پاکستان هغه هېواد دی،چې په هر برخه کې له افغانستان سره ستونزه لري او تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست او پالیسي کارولې ده.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« داسې یو هېواد،چې موږ پر رسمیت نه پیژني، پر پوله جګړه راسره لري،د ترهګرو د  روزلو او رالیږلو برنامې په لاس کې لري، له نړیوالو استخباراتو سره د افغانستان په تاریخي دښمنۍ کې لاس درلودلی ، څنګه کولی شي چې لوړپوړي ډیپلوماتیک چاروکي یې افغانستان ته راشي او له افغانانو سره د خواخوږۍ او دوستۍ خبره وکړي، په پاکستان کې سیاسي تغیرات راتلونکي دي، پوځي مشرتابه یې له بد څخه بدتر ته تلونکې دي، بنآ دا سفر د افغانستان لپاره د ښه نیت سفر نه دی، د بد نیت سفر دی او افغانان باید دې ته متوجه ووسي او د خپل ملي او تاریخي کلتور پر اساس دې درناوی وکړي،خو له دغسې مرجع سره د هر ډول پریکړو کول ډیپلوماتیک مشروعیت نه شي درلودلی .»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، پاکستان په افغانستان کې  اوږدمهاله ستراتیژیکې او اقتصاي ګټې لري،په ناستو کې نرمې او پستې خبرې کوي،خو په هېڅ صورت له خپلو ګټو نه تیریږي.

فرهادي وايي، د پاکستان له لوري افغانستان ته د یوې لوړ پوړې ښځې رالیږل،هم یوه نړیوال دوه مخی حرکت دی،چې اسلام باد یې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه:« پاکستان په افغانستان کې اوږدمهاله اقتصادې ګټې لري، په لېدنو کې نرمې او پستې خبرې کوي،خو له خپلو ګټو نه تیریږي او اوس له ټي ټي پي وېره لري،دا چې د طالبانو حکومت سره د لیدنې لپاره یوه لوړپوړې ښځه رالیږي،دا هم نورې نړۍ ته د پاکستان د نوي حکومت په تړاو یو سیګنال دی،چې ورکوي یې.»

شنونکي وايي، پاکستان له لسیزو راپدیخوا له افغانستان سره ستونزه لري، افغانستان کې یو مرکزي او مقتدر دولت نه غواړي او هڅه کوي،حکومت کمزوری او د خپل سیاست تر اغیزلاندې یې وساتي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو سره ناوړه چلن ‎، د ډیورنډ پر فرضي کرښې له افغان لوري سره جګړه او پرافغانستان د ترهګرۍ تور،چې پاکستاني چارواکو په نړیوالو ناستو کې پورې کړی، چې ګڼي په دغه هېواد کې ترهګري مخه پر ودې ده،هغه مسایل دي،چې یو ځل بیا یې د افغانستان او پاکستان د حکومت ترمنځ  اختلافات راپورته کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist